کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): د کابل د برېښنا رييس وايي چې د بارانونو نه کېدو له امله د برېښنا توليد ١٠٠ ميګاواټه کم شوى چې له امله يې پرچاوي زياته شوې ده.
د کابل برېښنا رييس محب الرحمن مومند د لړم په ٢٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې له دې وروسته به پارچاوي پر ټولو ښاريانو يو ډول تطبيقېږي.
هغه زياته کړه، د برېښنا له پرچاوۍ څخه د ګڼو ښاريانو تر اندېښنو وروسته په همدې تړاو د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي رييس قدرت الله دلاوري تر مشرۍ لاندې نن ځانګړې غونډه وشوه چې په کې اړوندو مسوولينو برخه اخيستې وه.
د مومند په وينا، ده له اړوندو مسوولينو سره په هره برخه کې د خپلې مرستې ژمنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې ټولو ښاريانو ته دې په مساوي ډول برېښنا ورکړل شي.
نوموړي چې د برېښنا د تګ راتګ پروسه د يو مهالوېش له مخې پر ټولو ښاريانو يو ډول به پلې شي، تر څو ټول ښاريان د پرچاوۍ له وخت څخه خبر او د ځان لپاره يوه بديله لار وګوري.
د کابل د برېښنا رييس وويل، د برېښنا د وېش اداره د کابل ولايت د برېښنا له رياست سره يو ځای پر يو مهالوېش به کار وکړي، تر څو شته برېښنا ټولو ته په عادلانه ډول ور ورسېږي او پرچاوي پر ټولو يو ډول تطبيق شي.
محب الرحمن مومند د برېښنا د پرچاوۍ په اړه وويل چې بارانونه نه دي شوي، سيندونه وچ شوي چې له امله يې د برېښنا توليد هم کم شوى دى.
د هغه په وينا، په ماهيپر، نغلو او سروبي کې د شاوخوا ١٢٠ ميګاواټه برېښنا توليد ظرفيت لري، خو اوسمهال ١٠٠ ميګاواټه برېښنا سقوط شوې او له يادو بندونو يواځې ١٨ ميګاواټه برېښنا توليديږي.
مومند زياته کړه، د ماهيپر بند ٦٥ ميګاواټه برېښنا توليدوي، خو په ټپه درېدلې او اوس هېڅ برېښنا نه توليدوي.
دغه راز د کابل د برېښنا رييس وويل چې د برېښنا تقاضا او په کابل کې د خلکو نفوس زيات شوی چې له امله يې برېښنا کمه شوې ده.
هغه زياتوي چې د کډوالو تر څنګ له نا امنو ولايتونو څخه هم ډېرې کورنۍ کابل کې مېشتې شوې دي، چې دې چارې هم پر برېښنا اغېزه کړې ده.
د نوموړي په وينا، دولتي ادارې هم پراخې شوې، په شخصي کورونو کې هم د برېښنا لګښت زيات شوى، په هر کور او دفتر کې عصري ايرکنډېشنونه دي چې په اوړي کې يخوالى او په ژمي کې ګرموالى ورکوي.
مومند وويل، کله چې بارانونه وشي او په سيندونو کې اوبه زياتې شي، نو د برېښنا توليد زيات او د پرچاوۍ کچه به ټيټه شي.
د کابل د برېښنا رييس وايي چې دوى د کابل لپاره شاوخوا ٥٧٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو يواځې ٣٠٠ ميګاواټه وارداتي برېښنا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








