کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): د هېواد په ٣٣ ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو د اداري پلاوي د درېيم کال لپاره ټاکنې ترسره شوې چې د دغه پلاوو له ٩٩ غړو څخه ١٣ تنه يې ښځې دي.
په افغانستان کې د ولايتي شورا ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه له ولسمشريزو ټاکنو سره يو ځاى ترسره شوې. د دې کړکېچنو ټاکنو پايلې نږدې اووه مياشتې وروسته د لړم په درېيمه اعلان شوې.
د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې هره ولايتي شورا مکلفه ده چې د خپلو کارونو د مخې ته وړلو لپاره د کار په پيل کې او بيا هر کال د خپلمنځي ټاکنو په ترڅ کې خپل اداري پلاوى (رييس، مرستيال او منشي) وټاکي.
پژواک خبري اژانس ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، نن (د لړم ٢٥مه) د ٣٣ ولايتونو د ولايتي شوراګانو د مديره پلاوي ټاکنې ترسره شوې او يواځې د اروزګان په اړه معلومات به وروسته په ليکه شي.
په لاندې کرښو کې د الفبا په ترتيب د هر ولايت د ولايتي شورا مشر، مرستيال او منشي په ګوته شوى دى:
بادغيس:
د بادغيس د نهه کسيزې ولايتي شورا د اداري پلاوي په نننيو ټاکنو کې مولوي عبدالباسط د دې شورا مشر، فريد اخي زى مرستيال وټاکل شول او مونسه قادري د دې شورا منشي شوه.
باميان:
د باميانو د ولايتي شورا په ټاکنو کې مولوي يوسف مظهري د رييس، محمد امير محمودي د مرستيال او عبدالاحمد بېنوا د منشي په توګه وټاکل شول.
بدخشان:
د دغه ولايت د ولايتي شورا په ټاکنو کې عبدالله ناجي د رييس، ضياءالحق واثق د دوهم ځل لپاره د مرستيال او احمد جاوېد جاوېد د منشي په توګه وټاکل شول.
بلخ:
په بلخ کې د ولايتي شورا د ټاکنو په پايله کې د تېر په څېر ډاکټر محمد افضل حديد د مشر، سيد عبدالله مسرور د مرستيال او طاهره حقجو د دوهم ځل لپاره د منشي په توګه ټاکل شوي دي.
بغلان:
په دغه ولايت کې د ولايتي شورا په ټاکنو کې اسدالله شهباز د مشر، محبوب الله غفاري د دوهم ځل لپاره د مرستيال او محمد حنيف کهګداى د منشي په توګه وټاکل شول.
پروان:
په پروان کې د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې د اداري پلاوي پخواني غړي غلام بهاءالدين جيلاني د شورا د مشر، حاجي امين الله شکوري د مرستيال او شمس الحق شيخاني د منشي په توګه پر خپلو ځايونو پاتې شول.
پکتيا:
د پکتيا د ولايتي شورا د ټاکنو په پايله کې ډاکټر الامير بهرام زوى د رييس، سخي جان وفايار د منشي او حفيظ الله مبارز د منشي په توګه ټاکل شوي دي.
پکتيکا:
د پکتيکا د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې بختيار ګل ځدراڼ د رييس، عزيز عزيز مرستيال او د لومړي ځل لپاره دينا صاحبزۍ د دې شورا د منشي په توګه وټاکل شول.
پنجشېر:
په دغه ولايت کې په ورته ټاکنو کې مولوي عبدالکريم عباسي د ولايتي شورا مشر، مولوي شيخ يحيى انابي مرستيال او قاضي عبدالصمد سلطاني منشي وټاکل شول.
تخار:
د دغه ولايت د ولايتي شورا د مديره پلاوي په ټاکنو کې محمد يعقوب نظري د رييس، سهيلا جويا د مرستيالې او محمداعظم افضلي د منشي په توګه وټاکل شول.
جوزجان:
د دغه ولايت د اداري پلاوي په ټاکنو کې مولوي عبدالحى عيار د ولايتي شورا د مشر، عبدالقادر ماليه د دويم ځل لپاره د مرستيال او نجيب الله د منشي په توګه غوره شول.
خوست:
د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړو تر منځ د اداري پلاوي په ټاکنو کې مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ رييس، جانمير ځاځی مرستيال او نورشاه نوراني د منشي په توګه وټاکل شول.
دايکنډي:
د دايکنډي د ولايتي شورا په ټاکنو کې غيرت جواهري د رييس، سبحان نايبي د مرستيال او مېرمن شيما محمودي د دوهم ځل لپاره د منشي په توګه وټاکل شول.
زابل:
د زابل د ولايتي شورا په ټاکنو کې حاجي عطاجان حق بیان د ولایتي شورا د ريیس، حاجي اسدالله کاکړ د مرستیال او محمدعمر خان عمري د منشي په توګه وټاکل شول.
سرپل:
په سرپل کې په ورته ټاکنو کې محمد نور رحماني د ولايتي شورا مشر شو، دغه راز معصومه رمضاني د دې نهه کسيزې شورا مرستياله او مولوي محمد حنيف منشي وټاکل شول.
سمنګان:
دغه راز سمنګانو کې په ورته ټاکنو کې حاجي صفت الله سمنګاني د ولايتي شورا د مشر، حاجي رازمحمد خان د مرستيال او محمد عوض بېګ اوغلي د منشي په توګه وټاکل شول.
غزني:
د دې ولايت په ټاکنو کې خالقداد اکبري د ولايتي شورا مشر و حسن رضا يوسفي منشي ټاکل شوى دي، خو د مرستيالۍ لپاره يې دوو تنو عبدالباري شلګري او عصمت الله جامرادوال مساوي رايې اخيستې، چې پايله به يې سبا ته په ډاګه شي.
غور:
د غور د ١٥ کسيزې ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې فضل الحق احسان د دې شورا د رييس، عبدالبصير قادري د مرستيال او انيسه غيور د منشي په توګه وټاکل شول.
فارياب:
په فارياب کې محمد سميع خيرخواه د رييس، عبدالله البېک د مرستيال او اق محمد نوري د منشي په توګه غوره شول.
فراه:
د فراه د ولايتي شورا په ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره جميله اميني د دغه ولايت د نهه کسيزې ولايتي شورا مشره شوه. د هغې مرستيال د دويم ځل لپاره خيرمحمد نورزى غوره شو او دادالله قانع د دې شورا منشي شو.
٤١ کلنې جميلې امينې و ويل: "رياست او څوکۍ مهمه نه ده، موږ به د وروڼو او خويندو په څېر په يووالي کار کوو او هڅه کوو تر څو خپلې هغه ژمنې عملي کړو چې له خلکو سره مو کړې دي."
کابل:
د کابل د ولايتي شورا په ټاکنو کې سيد عبدالرحمن هاشمي د دويم ځل لپاره د رييس، سيد نجيب فريد د مرستيال او لطف الله نعماني د منشي په توګه وټاکل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










