جلال اباد (پژواک، ۲٩ لړم ۹۵): د ننګرهار ښاروال وايي چې د ښاروالۍ اړوند زرګونه جريبه ځمکه د قومي وېش په نوم غصب شوې چې دوی یې د غاصبينو لېست څارنوالۍ ته استولی دی.
ښاروال حميدالله افغان له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال دغه راز د ښاري نظم او ډسپلين، ښاري زرغنتیا، غصب او اداري فساد پر ضد مبارزو او ښاري پراختيا په اړه پر خپلو پخوانيو ژمنو هم ټينګار وکړ.
نوموړی چې شاوخوا کال وړاندې پر دې دنده وګومارل شو؛ نو د کار په لومړۍ ورځ يې همدا ژمنې کړې وې.
حميدالله افغان وايي چې پر خپلو ژمنو ولاړ دی او په دې برخه کې يې ډېرې هلې ځلې کړې دي.
د جلال اباد ښاروال د ښاري نظم او ډسپلين په اړه وويل: ((د جلال اباد ښار دست فروشانو ته د يو منظم پلان جوړونې برخه کې موږ کار کړی چې هرې ناحيې کې مو ورته د درېدو ځايونه پلان کړي، دغه راز د ښار پاکوالي ته ډېره توجه شوې، په دوو ډلو مو کارمندان وېشلي سره له دې چې کارمندان کم هم دي؛ خو بيا هم د شپې او ورځې ډلې ښار پاکوي.))
نوموړی وايي چې په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ په خپلې بوديجې د درېيو پارکونو جوړول او دغه راز د واټونو په ګلدانونو کې د زينتي نيالګيو کرل د زرغونتیا په برخه کې زموږ د کړې ژمنې عملي کول دي.
حميدالله افغان تاييدوي چې د جلال اباد ښاروالۍ اړوند ډېرې ځمکې غصب شوې چې شاوخوا ۴۰ سلنه يې غير رسمي ساحې دي چې خلکو په کې کورونه جوړ کړي دي.
د هغه په وينا، د ښاروالۍ د غصب شوو ځمکو د غاصبينو لېست يې څارنوالۍ ته استولی، د تازه غصب مخنيوی په خپله کوي او د زاړه غصب په اړه يې مرسته غوښتې ده.
د جلال اباد ښاروال وايي چې د ښاروالۍ اړوند زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې چې تر ډېره ورته د قومي وېش او څرځايونو نومونه ورکړل شوي دي.
افغان که څه هم د چا نوم په ګوته نکړ خو وايي چې په تړاو يې د شاوخوا ۱۴ سوه کسانو لېست چمتو کړی چې د څارنوالۍ په ګډون يې اړوند بېلابېلو ادارو ته استولی دی.
د جلال اباد ښاروال وايي تېر کال د ښاروالۍ عايدات ۲۴۴ ميليونه ۶۱زره او ۳۷۰ افغانۍ وو چې سږ کال لا تر اوسه يوازې د ښاروالۍ د ملکيتونو د قراردادونو په نوي کولو سره توانېدلی چې ۸۰ ميليونه افغانۍ د ښاروالۍ بوديجې ته ور زياتې کړي.
دغه راز ښاروال وايي چې د عايداتو د لوړوالي په خاطر يې د ښاروالۍ اړوند ټولو دوکانونو کرايه ۲۰ سلنه لوړه کړې چې دې چارې هم د عايداتو په لوړوالي کې مهم رول لرلی شي.
هغه د ښاروالۍ د رغنيزو چارو په قراردادونو کې د فساد په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وويل: ((يو خو د خلکو اندېښنې او بې ځايه خبرې دي چې هر څه وايي؛ خو زه ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې ټول قراردادونه او کارونه مو د مسلکي انجنيرانو په همکارۍ بررسي کړي که په شوي کار کې له قرارداد څخه کم کار شوی و؛ نو زه به ورته ځواب ووايم.))
د فساد په اړه د مبارزې په برخه کې د جلال اباد ښاروال وايي چې فساد بېلابېل ډولونه لري او شايد چې موجود وي؛ خو وايي دوی يې په اړه هڅې ګړنډۍ کړې دي.
د پيسو اخيستل، واسطې، کار سم نه کول، د نا اهلو کسانو ګومارل هغه بېلګې دي چې ښاروال يې د فساد د ډولونو په اړه وړاندې کوي.
ښاروال دغه راز د جلال اباد ښار د پراختيا په اړه وويل چې دوه نوې ناحيې جوړې شوې، کارونه يې يو څه خلاص دي او ځيني د ځينو نورو مهمو کارونو په ترسره کېدو به ناحيې رسماً خپل کارونه پيل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










