کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٥): د کيوبا پخوانى ولسمشر او په دغه هېواد کې د کمونستي انقلاب رهبر فيډل کاسټرو په ٩٠ کلنۍ کې مړ شوى دى.
د کيوبا دولتي ټلويزيون د ليندۍ په ٦مه د هغه مړينه اعلان کړې، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي، خو هغه له ډېرې مودې راهيسې ناروغ و، تر دې مخکې يې هم د مړينې راپورونه خپاره شوي وو، خو بيا ناسم ختلي وو.
فيډل کاسټرو په ١٩٢٦ زېږديز کال کې زېږېدلى و او د ده ګوند شاوخوا ٥٠ کلونو پورې پر کيوبا واکمني وکړه او په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې يې واکمنۍ خپل ورور ته ورکړه.
راپورونه وايي چې د کيوبا ولس له ده سره ډېره مينه ولري خو د هغه سياسي مخالفين بيا پرې نيوکه کوي چې هغوى يې ځپلي دي.
کاسټرو د ٢٠١٦ زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې له هيلې پرته په ناڅاپي توګه د د غه هېواد د کمونست ګوند کنګرې ته وروستۍ وينا کړې وه.
هغه ويلي وو: ((د کمونستي فکر د کيوبا لپاره ښه دى او د کيوبا ولس به حتمي ګټونکى وي.))
پخواني ولسمشر فيډل کاسټرو په دې وينا کې زياته کړې چې عمر يې ٩٠ کلونو ته رسېدلى چې ده يې په اړه هېڅکله فکر نه و کړى چې دومره عمر به وکړي.
نوموړي زياته کړې: ((ډېر ژر به زه د نورو په څېر شم، د ټولو نوبت راځي.)) يعنې هغه د خپلې مړينې وړاندوينه کړې وه.
د يادونې ده، فيډل کاسټرو په ١٩٥٣ زېږديز کال د وخت د حکومت پر ضد د کودتا په هڅه کې زنداني شوى و، يو کال وروسته یې له ګويرا سره په ګډه په دغه هېواد کې د حکومت پر ضد چريکي جګړه پيل کړه.
هغه په ١٩٥٩ زېږديز کال کې واکمن بتيستا ته په ماتې ورکولو سره د کيوبا د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.
راپورونه وايي چې کاسټرو په ١٩٦٠ زېږديز کال کې د امريکا استخباراتي ادارې سي اى اې په سرپرستۍ د کودتا هڅه ناکامه کړه.
کاسټرو په ١٩٧٦ زېږديز کال د ولسمشر په توګه وټاکل شو او په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې د ناروغۍ له امله يې واک خپل ورور ته وسپاره.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










