کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): ولسمشر چې بلخ ولايت ته تللى دى، وايي چې تېر کال د افغانستان د خلکو لپاره د بقا کال و او وسله والو مخالفينو له ډېرو هڅو سره سره بيا هم ونه شو کولاى چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني د اقینې د اوسپنې پټلۍ له پرانيستلو وروسته د بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د بلخ له سرپرست والي عطامحمد نور او يو شمېر نورو مشرانو سره وليدل.
نور د دغه ولایت د عمومي وضعیت په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ او ويې ویل چې د سیمه ییزو مسوولانو د هڅو او کوښښونو په پایله کې دغه ولایت له نسبي امنیت څخه برخمن دی او وسله وال مخالفين په بلخ کې د نظم او امنیت پر وړاندې په خنډ اچولو نه دي بریالي شوي.
هغه زیاته کړه، امنیتي او دفاعي ځواکونه پر دې بریالي شوي دي چې د وسله والو مخالفينو د ډېرو ناوړو پلانونو مخه ونیسي.
د نور له خبرو وروسته ولسمشر له یو شمېر ښځینه فعالانو سره هم وکتل چې په بېلابېلو برخو کې یې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
غني وويل: ((زما له نظره ښځه دویم شخصیت نه دی، افغانې ښځې باید پوه شي چې دوی لومړی درجه شخصیتونه دي.))
هغه زیاته کړه، ښځې په هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دا ستونزې باید طبقه بندي شي او د حل لارې چارې دې ورته ولټول شي.
غني وویل چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت زنداني ښځو ته ځانګړی تحفیف په پام کې نیول شوی دی او همدارنګه ښځو ته د کارموندنې پروګرام هم شته چې په عملي کېدو سره به یې ښځو ته مناسب کاري فرصتونه رامنځته شي.
دغه راز په دې غونډه کې د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد وويل چې اړوند ارګانونه دې د کود برق فابریکې او روضیې شریفې د ګنبدې بیارغاونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د بلخ د ولايتي شورا نورو غړو هم خبرې وکړې او د آموسیند په غاړو کې د استحکاماتو او په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د تشکیل د زیاتوالي په اړه یې مشخص وړاندیزونه وکړل.
غني وویل، د روضیې شریفې د چت د بیارغاونې لګښت ورکول شوی دی، اوس د دې اړتیا ده چې کمېټه جوړه شي او د دغه لګښت له څرنګوالي څارنه وکړي.
هغه زیاته کړه، د کود برق پر ستونزو به د اقتصاد په عالي شورا کې بحث وشي او د امو سیند د استحکاماتو په اړه یو تخنیکي پلاوی ګومارل کېږي چې وضعیت و ارزوي.
وروسته ولسمشر د بلخ له ديني عالمانو سره وليدل.
ديني عالمانو وويل چې په بلخ ولایت کې خلک د یو بل د منلو او زغم په روحیه خپلو کې ژوند کوي او وسله والو مخاليفينو ته به هېڅکله د تفرقې اچولو وخت ور نه کړي.
هغوی زیاته کړه چې ولسمشر بايد د اداري فساد پر ضد مبارزه کې له زیات قاطعیت څخه کار واخلي
ولسمشر وویل، فساد او د ځمکو له غصب سره د حکومت جدي هڅې او مبارزه روانه ده.
هغه زياته کړه: ((له فساد سره زموږ مبارزه به اصولي، چټکه او له تدبیر سره مله وي.))
دغه راز د ځوانانو په استازيتوب عبدالحمید صفت وويل چې په بلخ ولایت کې مهمې ادارې لکه د ولایت مقام او ښاروالي د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې دغه لړۍ بايد پای ته ورسول شي.
هغه همدا راز له جمهور ريیس څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د کارموندنې، فقر له منځه وړو، له اعتیاد سره مبارزې، د امنیت ټينګولو او د بیان ازادۍ مصوونیت په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
وروسته ولسمشر وويل: ((هېڅوک زموږ ځوانان نه شي څنډې ته کولی، زموږ ځوانان باید د منفي بحثونو ښکار نه شي.))
غني د تېر او روان کلونو ستونزو ته اشاره وکړه او وې ویل: ((موږ په دغو کلونو کې له درېيو سیاسي، امنیتي او اقتصادي لېږد نه تېر شوو او تېر کال زموږ د بقا کال وو، دښمن ډېرې هڅې وکړې خو خپلو شومو اهدافو ته ونه رسېدل.))
ده له ځوانانو وغوښتل چې د اصلاحاتو له بهیر څخه ملاتړ وکړي؛ ځکه ادارې له اصلاح او مسلکي کېدو پرته ګټورې نه وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










