کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۵): د پاکستان د دولتي هوایي شرکت ( پی ای اي) یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځیدلې، چې له امله یې د عملې په ګډون ۴٨ کسان مړه شوي دي.
د پاکستان دولتي تلویزیون د لیندۍ په ۱۷مه، خبر ورکړی، چې دا الوتکه د خیبر پښتونخوا ایالت اړونده له چترال سیمې څخه اسلام اباد ته روانه شوې وه، چې د مازیګر په شاوخوا څلور نیمو بجو د ایبټ اباد او اسلام اباد ترمنځ سیمه حویلیان کې غورځیدلې ده.
د یاد شرکت مسوولینو ویلي،. چې په دې الوتکه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲ مسافر او ٦ تنه عمله سپاره وو، چې ټول مړه شوی دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د الوتکې په ماشین کې ستونزه پیدا شوې وه او په غرییزه سیمه کې تر غورځیدلو وروسته یې اور اخیستی دی.
په ایبټ اباد کې د ایوب روغتون مسوولینو ویلی، چې ورته ده ۴۰ کسانو جسدونه راوړل شوي، چې ټول سوځیدلي او له پیژندلو وتلي دي. پاکستانیو رسنیو ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې پخوانی مشهور سندر غاړی او اوسنی نعت خوان جنید جمشید هم شامل دی، چې له خپلې میرمنې سره یې په دې الوتکه کې سفر کولو او دواړه مړه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










