منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې د دېوال نړېدو له امله څلور کسان مړه او درې ټپیان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل ښار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په ساحه کې د لسګونه متره دېوال نړېدو له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د يادې حوزې مرستيال سمونوال اغا شېرين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې د يوې ودانۍ نږدې سل متره دېوال هغه مهال ونړېد چې ګارګرانو غوښتل د دېوال بنسټ ژور او پلن کړي.

د کابل د يادې امنيتي سرچينې په خبره، مړي شوي او ټپيان ټول کارګر دي.

له پېښې وروسته پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې وياند احمد رامين اياز پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د دې کمېټې اړوند يوه ګودام کې د ودانيز کار پر مهال يو دېوال ونړېد چې په امله يې څلور کارګر ووژل شول.

هغه زياته کړه چې د دغه ودانيز کار قرارداد له يوه خصوصي شرکت سره شوى و او په افغانستان کې د سره صليب کمېټه د څېړنو په برخه کې له پوليسو سره همکاري کوي چې د پېښې څرنګوالى روښانه شي.

هغه زياته کړه: ((د سره صليب کمېټې پر ياده پېښه خواشيني څرګندوي او د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايي.))

عيني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

د هغوى په خبره چې دېوال درې متره لوړوالى لسګونه متره اوږدوالى درلود چې د وخت په تېرېدو سره يې بنسټ يو څه ويجاړ شوى و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې