هرات (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٥): هرات کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې چارواکي وايي، د دوى له لوري ترسره شوې سروې ښيي چې سږ کال د ژمي له سړو د زيانمنېدونکو کورنيو شمېر ٥٠ سلنه لوړ شوى دى.
د يادو چارواکو په وينا، تېر کال شاوخوا پنځه زره کورنۍ د ژمي د سړو له ګواښ سره مخامخ وې، خو سږ کال بيا دغه شمېره ٧٥٠٠ کسانو ته لوړه شوې، چې له همدې امله پنځوس سلنه لوړوالى په ګوته کوي.
هرات کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر عبدالحميد مبارز، نن په خبري ناسته کې وويل، هرات ولايت ته له غور، فراه او بادغيس ولايتونو څخه د وربېځايه شوو کورنيو له امله دغه شمېر لوړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه، له يو شمېر زيانمنېدونکو کورنيو سره د لومړنيو مرستو لپاره چمتو دي، خو دوى بيا هم د احتمالي زيانمنېدونکو کورنيو سره د مرستو لپاره خپل پلان د هېواد مرکز ته لېږلى دى.
هغه وويل: "د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، د زيانمنېدونکو کورنيو په شمېر کې پنځوس سلنه لوړوالى راغلى، يعنې په ټوليز ډول موږ سږ کال د ٧٥٠٠ احتمالي زيان ليدونکو کورنيو سره د مرستې پلان ترتيب کړى، په داسې حال کې چې تېر کال د زيان لېدونکو شمېر پنځه زره کسان و."
بلخوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر وويل، سږ کال د هرات ولايت په پنځلس ګونو ولسواليو کې ١٩ کسانو د طبيعي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکړى، پر دې سربېره ٤٦ کسان په شينډنډ ولسوالۍ کې د کورنيو جګړو له امله وژل شوي، چې د هغه په وينا، له دغو يو شمېر کورنيو سره نغدې مرستې شوې او له يو شمېر نورو سره به هم په نږدې راتلونکي کې وشي.
بلخوا يو شمېر زيان ليدونکې کورنۍ چې اوسمهال د هرات ښار په ځينو برخو کې ژوند کوي، له حکومت د مرستې کولو هيله لري.
له دغو کسانو يې غلام سرور چې د هرات ښار په شيدايي کمپ کې ژوند کوي، پژواک ته وويل: "موږ له فراه ولايت څخه را بېځايه شوي يو او په دغه سړو کې زموږ بچيان د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري، له دولت د مرستې غوښتنه کوو."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










