مهترلام (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): په لغمان ولايت کې د دوولس زره راستانه شوو کډوالو کورنيو لپاره د بابا صيب د نوي ښار ګوټي پروژه پرانېستل شوه.
دغه ښارګوټى د ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د بابا صيب په دښته کې جوړ شوى، چې پلان او نقشه يې له وړاندې منظوره شوي وو.
ددې ښارګوټي د پرانېستې په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، ځايي چارواکو، د ولايتي شوراغړو، قومي مشرانو او د کډوالو استازو برخه اخيستې وه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په لومړي قدم کې سلو تنو هغو کډوالو ته چې د اسنادو کتلو او تکميلولو بشپړه پروسه يې د اړونده کمېسيون له لوري څارل شوې او ترتيب شوې وه، د ملکيت سندونه ورکړل شول.
هغه زياته کړه، دغه ښار ګوټی چې په شاو خوا ۳۰۰۰ جريبه ځمکه کې يې نقشه تطبيقېږي د اوسني وخت د ژوند په ټولو عصري اسانتياوو او ښاريانو ته د غوره ښاري خدماتو په برخه کې په شته امکاناتو مجهز دی.
د ځواک په وينا، دغه ښارګوټى سربېره پر استوګنيزو نومرو سوداګريزې، خدماتي ، شنې ساحې او دغه راز پارکونه به هم ولري.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي يادو مراسمو ته په خپلو خبرو کې د روڼتيا په اړه د ډاډ څرګندولو تر څنګ وويل چې د کډوالو ځای پر ځای کول او د هغوی په سمه توګه پالنه يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
هغه زياته کړه چې دې برخې ته د ښې رسېدنې په خاطر اړوند کمېسيون دنده لري، څو له قانون او طرزالعمل سره سم په لومړي قدم کې په دغه ښارګوټي کې په هغو مستحقو کډوالو کورنيو نومرې ووېشي چې په ۲۰۱۶ کال کې تازه دې ولايت ته راستنې شوې دي.
نعيمي زياته کړه چې په دويم قدم کې ورته د کډوالو د روغتيا، د څښاک اوبه رسول او د کډوالو د ښوونې او روزنې مسله ډېره اړينه ده.
هغه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزير څخه وغوښتل چې نړيوالې مرستندويه ادارې او دغه راز د کابيني يو شمېر اړونده وزارتونه دې ته وهڅوي چې د دغې پروژې په کاميابېدو کې خپله بشپړه همکاري وکړي.
د لغمان والي له بېرته راستنو شوو کډوالو چې لا هم د مهاجرينو چارو له رياست سره راجستر شوي نه دي ، وغوښتل چې خپل ځانونه دې ثبت او راجستر کړي څو له قانون او طرزالعمل سره سم د پلان له مخې ورته په دغه نوي ښار ګوټي کې استوګنيزې نومرې په واک کې ورکړل شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د دغه ښارګوټي د پروژې د کاميابېدو لپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي.
نوموړي زياته کړه چې له راتلونکې دوشنبې ورځې به د اوبو رسولو په برخه کې يو تخنيکي ټيم لغمان ته را واستوي څو د څښاک د اوبو د ستونزې د هواري په اړه خپله سروې تر سره او تخنيکي ارقام راټول کړي.
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي نقيب الله محبت او د ولايتي شورا منشي ګلزار سنګروال له ولايتي ادارې وغوښتل څو د يو منظم پلان او ډېټابس له مخې په دغه ښارګوټي کې پر مستحقو کسانو نومرې ووېشي او دغه پروسه په ښه شکل مديريت کړي، څو په راتلونکي کې ستونزې پيدا نه شي.
د کډوالو کورنيو په استازيتوب مولوي عبدالباري د خوښۍ په څرګندولو سربېره د ولايت مقام او ولايتي ادارې څخه مننه وکړه چې د بېرته راستنو شوو کورنيو لاسنيوی يې وکړ او عملا يې د استوګنيزو نومرو څښتنان کړل.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې دوى ته د نومرو ورکولو ترڅنګ د ژوند نورې اسانتياوې هم په دې ښارګوټي کې برابرې کړي.
د يادونې ده چې له تېر يوه کال راهيسې ۴۴۷۳ کورنۍ لغمان ولايت ته بېرته را ستنې شوي چې دا مهال د مرکز په ګډون په بېلا بېلو ولسواليو کې مېشتې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










