منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې له ځغاست ليکې د يوې الوتکې د وتلو له امله يو کس ټپي شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٥): د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې نن د صافي هوايي خصوصي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه د فني ستونزې له امله له ځغاست ليکې بهر شوه، چې له امله يې يو مسافر برسېرن ټپي شوى دى.

کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر قوماندان ته يوې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، يادې الوتکې له هرات څخه کابل ته الوتنه کړې وه، چې نن غرمه ١٢:٣٠ بجې، هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له تخنيکي ستونزې سره مخامخ شوه.

نوموړي زياته کړه، ياده الوتکه د خپل مخکيني ټاير د پنچر کېدو له امله له ځغاست ليکې (رنوې) وتلې ده.

د يادې سرچينې په وينا، په دغه پېښه کې د يوه مسافر پښه برسېرنه ټپي شوې ده.

يوه عيني شاهد له نوم اخيستو پرته وويل، ياده  الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال د الوت له کرښې بهر شوه او له امله يې يو مسافر ژوبل شو.

د صافي هوايي شرکت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه بوينګ ٧٣٧ ډوله الوتکه له هرات څخه کابل ته د الوتنې په حال کې وه، چې نن غرمه شاوخوا ١٢:٢٤ بجې يې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يو ټاير پنچر شو.

سرچينې زياته کړې، د الوتکې ټول ١٥٥ مسافر او خدمت کوونکي په خوندي توګه را ايستل شوي او د چا د ټپي کېدو په اړه ورته راپور نه دى راغلى.

په اعلاميه کې ويل شوي، د صافي هوايي شرکت د الوتنې د خونديتوب ټيم له لوري په دې اړوند څېړنې پيل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې