کابل (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په هرات کې د يوې ترافيکې پېښې له امله يو کس مړ شوى، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ تنه نور ټپيان دي.
د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات- ادرسکن ولسوالۍ پر لويه لار ترافيکې پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وويل: ((يو مسافر وړونکي موټر ته تخنيکي ستونزه پيدا شوې وه او بيا يې موټر چپه شوى دى.))
د هغه د معلوماتو له مخې چې په دې پېښه کې يو ځوان هلک مړ شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې له يوې ترافيکې پېښې څخه دوى ته يو مړی او ١٧ ټپيان ور وړل شوي دي.
شېرزى وايي چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د درېيو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادونې ده، ډېرى داسې پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










