فراه (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د تېلو د يوه ټانکر او ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله ١٤کسان مړه او ٤١ نور ټپيان شول .
د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار د ياد ولايت د ګلستان ولسوالۍ په توت سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې له احمدشاه ابدالي ترانسپورټي شرکت پورې اړوند ٣٠٣ ډوله موټر چې له هرات څخه کابل ته پر لاره و، د ډېر ګړنديتوب له امله له يوه ټېلر موټر سره ټکر کړى دى.
د فراه د والي وياند زياته کړه، چې په دغه پېښه کې ١٤ کسان مړه شوي او شاوخوا ٤١ نور ټپيان شوي چې په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي او د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچينې د يادې پېښې د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل.
ولسمشر غني هم په فراه کې د يادې ترافيکې پېښې په اړه خپګان څرګند کړى دى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ د ترافيکې پېښې په اړه چې په پايله کې يې يو شمېر هېوادوال ټپيان او ژوند له لاسه ورکړى؛ ژور خپګان څرګند کړى دى.
ولسمشر د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله همدردي څرګنده کړې او ټپيانو ته يې د الله پاک له دربار څخه د بشپړې روغتيا غوښتنه کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










