فيض اباد( پژواک، ٩مرغومى ٩٥): د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې د وروستيو واورو اورېدوله امله ياد ولايت کې د نهو ولسواليو نښلونکې لارې دخلکو پرمخ تړل شوې دي او د يادو ولسواليو خلک د بدخشان له لارې کندوز ولايت ته تګ راتګ کوي.
د بدخشان دفوايدعامې رييس انجينرعبدالغني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو دوو ورځو واورو اورېدو له امله، د زيباک،اشکاشم، واخان،شغنان،نسي،شکي، مايې،کوفاب او خواهان ولسواليو لارې تړل شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د واورې ضخامت له يو مترڅخه زيات دى او د يادو ولسواليو خلک د نښلونکو لارو بندېدو له امله، د تاجکستان په ويزه د ياد هېواد له لارې شيرخان بندر او له هغه ځاى څخه کندوز ته ځي او خپلې ستونزې هواروي.
نوموړي وويل چې ياد رياست، هرکال د فوايدعامې وزارت له پلان سره سم، د ژمي موسم کې د سړکونو ساتنې او څارنې، د لويو او پلو لارو پرانيستلو لپاره پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
نوموړي زياته کړه، له واورو ډک کوتلونه چې نقليه واسطې پرې تګ راتګ نه شي کولى، خصوصي شرکتونو او د سيمې شوراګانو ته په قرارداد ورکول کېږي.
خو د بدخشان د فوايدعامې رييس وويل چې د يادو ولسواليولارې به د دوامداره واورو اورېدو له امله، ښايي تر وري او غويي مياشتو پورې تړلې پاتې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










