کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٥): په اروپايي هېواد سربيا کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه افغانان مړه او ١٠ نور ټپيان شوي دي.
اروپايي رسنيو د مرغومي په ٩مه، خبر ورکړى چې دا پېښه نن سهار وخته د سربيا په مرکزي سيمه کې رامنځته شوې ده.
رسنيو د ځايي پوليسو په حواله ويلي، پېښه نن سهار نيس ښار ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د غير قانوني کډوالو يو موټر پر سړک له ايښودل شويو موانعو سره وجنګېد.
سرچينې ويلي چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه او ١٠ ټپيان شوي، چې ټول غير قانوني افغان کډوال وو او قاچاقبر له پېښې سره سم تښتېدلى دى.
د سربيا په نيس ښار کې د روغتون سرچينو ويلي چې ټپيانو کې پنځه تنه ماشومان دي او د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د يادونې ده چې د ترکيې ، بلغاريا او سربيا له لارې هره مياشت د افغانانو په ګډون لسګونه زره غير قانوني کډوال په قاچاقي توګه ځان جرمني، بلجيم، فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو ته رسوي.
څو ورځې مخکې په جرمني کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٢ تنه مړه شوي وو، چې په کې يو تن افغان هم شامل و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










