کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): ناټو وايي چې افغان ځواکونه له ٢٠١٦ کال څخه بريالي وتلي او راتلونکي جګړه ييز موسم ته بشپړ چمتو دي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارلېس کليولينډ د مرغومي په ١٢مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه، ٢٠١٦ کال د افغان ځواکونو لپاره د جګړې له مخې سخت کال و، د وسله والو مخالفينو له خوا بریدونه ډېر وشول، خو افغان ملي دفاعي ځواکونه پر دې وتوانېدل چې خپلې سيمې وساتي او طالبان پر دې ناکام شول چې خپلو موخو ته ونه رسېدل.
دى وايي: ((وسله والو طالبانو ډېره هڅه وکړه چې د کوم ولايت مرکز ونيسي، خو په دې کار کې پاتې راغلل.))
د ناټو دغه جنرال وويل، په ډېرو سيمو کې افغان ځواکونو د ځوابي عملياتو پلانونه جوړ کړل، وسله وال طالبان او داعش وسله واله ډله يې هدف وګرځول.
د هغه په وينا، په ٢٠١٦ کال کې افغان ځواکونه نور هم مجهز شول، هوايي ځواک يې اى ٢٩ ډوله جنګي الوتکې، اېم ډي ٥٣٠ جنګي چورلکې او ډي ٣٠ ډوله توپونه يې ترلاسه کړل.
کليولينډ وايي چې افغان ځواکونو له دغو نوو تجهيزاتو څخه ډېره ښه ګټه واخيسته او په اغېزمنه توګه يې وکارول.
ده زياته کړه: ((که چېرې موږ ارزونه وکړو، نو افغان ځواکونو د وړم کال په پرتله په ٢٠١٦ کال کې خپله وړتيا په ښه توګه ثابته کړه او موږ هيله من يو چې د ٢٠١٧ زېږديز کال پر مهال به دوى نور هم ښه فعاليتونه ترسره کړي او لاسته راوړنې به ولري.))
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارلېس کليولينډ د ٢٠١٦ کال امنيتي وضعيت په اړه وايي چې دوى په ټوليزه توګه دغه کال د افغان حکومت په ګټه ارزوي.
هغه زياته کړه، افغان حکومت پر دې توانېدلى چې خپلې سيمې وساتي او وسله وال طالبان يواځې تر ١٠ سلنې کمو سيمو باندې واکمن دي، په ٢٥ سلنه ساحو کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې روانې دي.
دغه امريکايي جنرال هيله څرګنده کړه چې په نوي کال کې به افغان حکومت وکولى شي د خپلې واکمنۍ ساحه پراخه کړي او ډېرو خلکو ته امنيت تامين کړي.
دى وايي چې افغان ځواکونه له تېر جګړه ييز موسم څخه بريالي ووتل او هيله يې څرګنده کې چې په راتلونکي جګړه ييز موسم کې هم خپله وړتيا ثابته کړي.
جنرال کليو لينډ زياتوي: ((افغان ملي دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې قوي کېږي او د راتلونکي جګړه ييز موسم ته تيار دي.))
د هغه په وينا، دوى له افغان ځواکونو سره د فساد پر ضد مبارزه، د مشرتابه روزنه، د تجهيزاتو وېش او کارول او د جلب و جذب په پروسه کې همکاري کوي.
د ناټو او امريکايي ځواکونو دغه جنرال وايي چې طالبان په ٢٠١٦ کال کې خپلو لويو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلل، دوى اته ځلې هڅه وکړه چې لوى ښارونه او د ولايتونو مرکزونه ونيسي، خو په هر ځل ناکام شول.
نوموړی وړاندوينه کوي چې داعش، القاعده او نورې ترهګرۍ ډلې به هم لويو او ډله ييزو بريدونو ته ادامه ورکوي.
کليولينډ وويل، طالبان به په ٢٠١٧ زېږديز کال کې يو ځل بيا دغه هڅې تکرار کړي څو د کوم ولايت مرکز ونيسي، خو دوى بايد پوه شي چې هېڅکله به د جګړې له لارې بريا خپله نه کړي.
د هغه په وينا، طالبان بايد پر دې پوه شي چې سولې ته يوازې د سياسي پروسې له لارې رسېدل ممکن دي.
د افغان ځواکونو په مشرتابه کې د فساد او ستونزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې دغه امريکايي جنرال وويل چې ولسمشر اشرف غني او د امنيتي ارګانونو وزيرانو ژمنې کړې چې په هره کچه به پياوړي کسان معرفي کوي او ناټو به د دغو مشرانو او مسوولينو په روزنه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
جنرال کليولينډ د افغانستان په ختيځ کې د داعش د فعاليتونو په اړه وويل، داعش ته ماتې ورکول او له منځه وړل د ناټو او افغان ځواکونو ګډ هدف دى.
هغه زياتوي: ((موږ به تر هغه ارام کښې نه نو، څو پورې چې مو داعش ته ماتې نه وي ورکړې.))
د نوموړي په وينا، د ٢٠١٦ کال پر مهال د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د داعش ١٢ مشران او ٥٠٠ وسله وال وژل شوي دي.
د ناټو او امريکايي ځواکونو دغه جنرال وويل چې د دغو عملياتو په پايله کې د داعش فعاليتونه له لسو ولسواليو څخه يوازې درېيو ولسواليو محدود شول.
کليولينډ وايي، افغان او امريکايي ځواکونه به په هر ځاى کې چې داعش په نښه وي او پر ضد به يې عملياتو ته ادامه ورکوي.
نوموړي افغانانو ته په خپل پيغام کې وايي چې افغان ځواکونه ورځ ترې بلې پياوړې کې کېږي، وړتياوې يې زياتېږي او راتلونکي جګړه ييز موسم ته بشپړ تيارى لري، که څه هم سختې جګړې به وي، خو افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
جنرال کليولينډ وويل چې نړيوالې ټولنې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې د اوږودمهال لپاره له افغانستان سره د مرستو او پاتې کېدو ژمنې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










