منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په سمنګان کې د موټرو ټکر نهو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۷ کتنې

ايبک (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): په سمنګان ولايت کې د يوه مسافر وړونکي ټونس او بار وړونکي موټر تر منځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي  او څلور نور ژوبل دي.

د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دويم څارن منير رحيمي پژوک خبري اژانس ته وويل چې په مړه شوو کې درې نارينه او دوې ښځې شاملې دي او يوه ښځه او درې نارينه ټپيان دي.

سرچينې د پېښې لامل د موټر چلوونکو  ګړندى تګ او بې احتياطي وبلله او ویې ويل چې دغه پېښه نن سهار د همدغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د پېښې د مړه شوو او قربانيانو مړي د سمنګانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ياد روغتون د بېړنۍ څانګې نوکريوال، ډاکټر شمس الله عالمي وويل چې د ټپيانو له ډلې د يوه نارينه او يوې ښځې روغتيايي حالت نازک دى.

نوموړي وويل چې د پېښې قربانيان او ټپيان د باميانو ولايت اوسېدونکي دي.

د سمنګان امنيې قوماندانۍ د وياند د معلوماتو له مخې، په تېره مياشت کې په دغه ولايت کې ٦١ ترافيکي پېښې ثبت شوې دي.

هغه وويل چې په دې ترافيکي پېښو کې ٣٧ کسان له منځه تللي او ١٩٦ نور ټپيان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې