منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

ایران کې د زلزلې له امله څلور افغانان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٥): تېره ورځ په ايران کې د یوې زلزلې له امله څلور افغانان مړه شوي  دي.

ايراني رسنيو د مرغومي په ١٨مه خبر ورکړى چې دا زلزله پرون (د جمعې ورځ) د سهار شاوخوا شپږ بجې د فارس په ولايت کې شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې زلزله د ريختر په کچه ٥،١ درجې وه او د ځمکې د څلور کيلومتره په ژوروالي کې رامنځته شوې وه.

د ايران د طبيعي پېښو ادارې مشر حسين فياض پور ويلي چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه او يو بل ټپي شوی چې ټول افغانان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده سيمه کې ګڼ شمېر کورونه هم زيانمن شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې