جلال اباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان کړل.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د مرغومي په ۱۸مه پژواک آژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د جنتيانو په کلي کې شوې چې له امله يې د کورنۍ شپږ تنه غړي چې په کې دوه مېرمنې، درې نارينه او يو ماشوم شامل دي ټپيان شول.
دی وايي چې ټپيان د درملنې په موخه ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضيعت يې د ډاډ وړ دی.
په ننګرهار کې زيات وخت د ګاز ډبې غير معياري استعمال د چاودنې او مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










