شبرغان (پژواک،١٩مرغومى ٩٥):د ګاز د مسموميت له امله يوې ناوې او زوم جوزجان ولايت کې د واده په لومړۍ شپه ساه ورکړه.
د جوزجان امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديرعبدالمالک ممنون پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوو ځوانانو تېره ورځ د واده مراسم د بلخ ولايت مزارشريف ښارکې جوړ کړي و.
نوموړي زياته کړه:" ياده ناوې او زوم تېره ورځ ماښام شبرغان ښارته راغلل اوکورنۍ د دوى د خونې تودولولپاره ګازي بخارۍ روښانه کړه چې له بخارۍ څخه توليد شوى بخار لامل شو څو ناوې او زوم دواړه مړه شي."
هغه په داسې حال کې چې د يادې پېښې په اړه يې خواشيني څرګنده کړه ويې ويل چې د ګازکارونې پرمهال د نه پاملرنې له امله دا پېښه رامنځ ته شوې او دا لومړى ځل دى چې شبرغان ښارکې داسې پېښه رامنځ ته کېږي.
د سرچينې معلوماتو له مخې، زوم محمد يونس نومېده او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د درېيم کال محصل و.
د شبرغان ښار ولايتي روغتون مشر ډاکټرمحمدهارون ايلبيګي وويل چې د يادو کسانو مړي د روغتون موظفو ډاکټرانو له لوري کتل شوي او هېڅ داسې نښې نښانې د دوى پر بدن نشته چې د مړينې لامل يې وګڼل شي.
نوموړي زياته کړه :" د دواړو بدنونه روغ او جوړ وو اوموږ داسې وسايل نه لرو چې د مرګ لامل يې ثابت کړو، دا موضوع يوازې امنيتي ارګانونه راسپړلى شي چې د هغوى مړينه څرنګه او ولې رامنځ ته شوې ده."
نوموړي له ګاز څخه د استفادې په اړه وويل، دې که شک نشته چې له ګاز څخه ناسمه ګټه اخيستل د انسانانو د مړينې لامل ګرځي چې دا موضوع په ګاز کې د شته توکو اوسلفرونو اړوند دى چې کولى شي د انسان بدن له ګواښ سره مخ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










