منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۷ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په لوګر کې د ترافيکي پېښو له امله مرګ ژوبله زياته شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

پل علم(پژواک،٢٢مرغومى٩٥): په لوګر کې د ترافيکي پېښو له امله د کال له پيله تر اوسه ١٥٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د تېرکال په پرتله د ترافيکي پېښو د مرګ ژوبلې کچه دوه برابره زياته شوې ده.

هغه وايي چې د همدې معلوماتو پر بنسټ په تېرو لسو مياشتو کې د ترافيکي پېښو له امله ٤٥ کسان مړه شوي او ١١١ نور ټپيان شوي دي.

صالح زياته کړه: (( د دې پېښو په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.))

د هغه په وينا، دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د سړک د کوچنيوالي له امله را منځته شوې دي.

ده له موټر چلوونکو په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو له موټر چلوونکو غوښتنه وکړه چې د تګ پرمهال ترافيکي اصول مراعات کړي او له ګړندي تګ څخه دې ډډه وکړي.

د بره کي برک ولسوالۍ د نايب خېلو د سيمې اوسېدونکي کبير چې څو ورځې مخکې د هغه د کورنۍ پنځه غړي په ترافيکي پېښه کې مړه  شوي دي پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د کورنۍ غړي يې په يو سراچه موټر کې ناست وو چې د مرکز پل علم په زاهد اباد سيمه کې د ملي اردو له يو رېنجر سره ټکر کوي او دغه مرګ ژوبله رامنځته کيږي.

ده وويل: (( ټوله ګناه د رېنجر وه ډير تيز او بې احتياطه روان وو.))

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په هيواد له جګړو وروسته ډير خلک په ترافيکي پېښو کې وژل کيږي.

ستانکزى وايي چې اړوندې ادارې بايد د لارو په اوږدو کې ترافيکي نښې جوړې کړي او د ترافيکي اصولو سرغړونکو ته سخته سزا  ورکړي.

د يادونې ده چې د لوګر پر سړک د پکتيا او خوست د موټرو ترڅنګ نور  بار وړونکي موټر هم تګ راتګ کوي او ګڼه ګوڼه پرې ډيره وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې