ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندوستان، پاکستان او افغانستان دې د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي

هندوستان، پاکستان او افغانستان دې د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي

author avatar
15 Jan 2017 - 13:04
هندوستان، پاکستان او افغانستان دې د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي
author avatar
15 Jan 2017 - 13:04

واشنګټن  (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٥): امريکا ترهګري سيمه ييز ګواښ بللى او له هندوستان، پاکستان او افغانستان څخه غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد په ګډه مبارزه وکړي.

دا څرګندونې د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما ځانګړې استازې مېرمن نيشا ديساى بېسوال له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغې زياته کړې :(( د سولې يواځينۍ لاره د پراخ بنسټه خبرو اترو له لارې ممکنه ده،که څه هم دا اسانه لاره نه ده.))

نوموړې ترهګري يو سيمه ييز ګواښ وباله، له پاکستان، افغانستان او هندوستان څخه يې وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

مېرمن بېسوال وايي : (( زه پوهېږم  چې ځينې شخړې  د خبرو اترو له لارې هوارېږي، خو بالاخره که چېرې ياد درې هېوادونه وکولى شي يو ځاى شي او د ګډ هدف لپاره په ګډه کار وکړ؛ نو د دوى په ګټه به وي.))

د هغې په وينا، په دې برخه کې د يوه هېواد لخوا پيل په کار دى او امريکا به ددې ډول اقداماتو هرکلى او ملاتړ کوي.

د سوېلي او مرکزي اسيا لپاره د امريکا د اوسني ولسمشر بارک اوباما ځانګړې استازې مېرمن بېسوال د افغانستان په سوله، ثبات او بيارغونه کې د هندوستان د مهم رول ستاينه وکړه او ويې ويل چې په دې برخو کې د هندوستان ونډه ډېره مهمه ده.

هغې زياته کړه : (( موږ په دوامداره توګه د هندوستان له حکومت سره پر دې موضوعاتو خبرې کوو، چې څه ډول له افغانانو او افغان حکومت سره نورې مرستې وکړاى شي.))

د نوموړې په وينا، امريکا په سيمه کې د هندوستان ګټې مني، خو په دغه سيمه کې ډېر پېچلې موضوعات هم شته .

مېرمن بېسوال وايي چې امريکا له پاکستان سره هم له نږدې کار کوي، څو په سيمه کې سوله او ثبات رامنځته شي.

هغې زياته کړه چې هندوستان او پاکستان د افغانستان په سوله، ثبات او امنيت کې مهم رول لوبولى شي او د امريکا نوى حکومت به هم د پاکستان ، هندوستان او د افغانستان په اړه له نږدې کار  وکړي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.