منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

محب: له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د ټرمپ د اجنډا سر کې وي

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): په امريکا کې د افغانستان سفير وايي چې افغانستان  او امريکا ګډې ګټې لري، له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت د اجنډا په سر کې وي.

هغه زياته کړه چې له امريکايي ديپلوماټانو او د راتلونکي نوي امريکايي حکومت له نږدې کسانو سره يې ليدلي، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا نوى حکومت به د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره ولري.

محب وايي : (( کله چې نوى حکومت چارې سمبال کړي، هغوى به لومړى د افغانستان په اړه ارزونه کوي او له هغه وروسته به خپل دريځ روښانوي.))

خو د افغانستان سفير وايي، ترکومه  چې دى معلومات لري او له امريکايي چارواکو يې اورېدلي، له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت د اجنډا په سر کې وي.

د محب په وينا، له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري د افغانستان او امريکا د پياوړو اړيکو لپاره ډېرې مهم دي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفير وايي، د نړۍ له ٩٨ ترهګرو ډلو څخه يې ٢٠ ډلې د افغانستان او پاکستان په ګډه سيمه کې فعاليت کوي ، دغو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره د امريکا او افغانستان ګډه همکاري تر بل هر وخته اوس ډېره اړينه ده.

د اقتصادي همکاريو په اړه محب وايي چې افغانستان تازه د نړيوالې سوداګرۍ سازمان غړيتوب ترلاسه کړى ، افغانستان له يو تريليون ډالرو څخه زياتې د انرژۍ، قيمتي ډبرو او د نورو شيانو زېرمې او کانونه لري .

د هغه په وينا، افغانستان د اسيا زړه په توګه د سيمې د هېوادونو لپاره د ترانزيټ او نورو  سوداګريزو اړيکو د دروازې حيثيت لري .

دى وايي، له همدې امله د سيمې د هېوادونو او امريکا سره په اقتصادي برخه کې دګډو همکاريو زمينې ډېرې زياتې دي.

په مسکو کې د افغانستان په اړه د وروستۍ غونډې او د افغان حکومت د اندېښنو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې  محب وايي  چې افغان حکومت د سيمه ييزې اجماع په رامنځته کولو کار کوي ، څو په سيمه کې د هېوادونو ترمنځ مثبتې همکارۍ او پرمختګ ته وده ورکړل شي.

هغه وايي، افغانستان هېـڅکله چاته ددې اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د نورو هېوادونو د نيابتي جګړې او اختلافاتو پر ميدان بدل شي.

د افغان سفير په وينا، د سيمې ټول هېوادونه او ګاونډيان بايد د پراخ پرمختګ او همکاريو لپاره کار وکړي.

 محب د مسکو د غونډې په اړه وويل چې  له يوې غونډې سره ديپلوماتيکو اړيکو کې بدلون نه شي راتللى.

نوموړى وايي ، فغانستان  ددې غونډې په اړه احتجاج هم کړى و او تر احتجاج وروسته هغوى پرېکړه وکړه چې په بله غونډه کې به افغانستان ته هم بلنه ورکوي.

خو د افغانستان سفير وايي چې هر هېواد د خپلو ملي ګټو په پام کې نيولو سره عمل کوي او افغانستان هم دغه کار کوي .

ده زياته کړه : (( موږ يو خپلواک هېواد يو، او دا مو ثابته کړې هم ده، تل مو له خپلو ملي ګټو دفاع کړې ده.))

دا چې د امريکا راتلونکى حکومت به د افغانستان او پاکستان د اړيکو د پياوړي او ښه کولو لپاره  کار وکړي  په  دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې  محب  وويل چې په دې اړه څه نه شي ويلى، خو هيله يې څرګنده کړه چې نوى حکومت به په دې برخه کې مثبت اقدامات وکړي.

د هغه په وينا، د امريکا نوى حکومت بايد پر دې کار وکړي چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپير ونه کړي او د دوى خوندي ځالې له منځه يوسي.

محب زياتوي : (( امريکا پر پاکستان ډېر نفوذ لري ، هيله لرو چې نوى حکومت به له خپل نفوذ څخه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي ، چې دا کار  به په پاک- افغان سيمه کې د امريکا او افغانستان ګډو موخو سره چې سوله او ثبات ده، همکاري هم وکړي.))

نوموړي په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د ديپلوماټانوو د فعاليتونو په اړه وويل چې افغانستان په واشنګټن کې په سياسي او ديپلوماتيکه برخه کې ډېر ملګري لري چې د افغانستان بريا غواړي.

محب وويل، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د امريکا له  کانګريس او نورو ديپلوماټانو سره قوي اړيکې لري  او تل يې ورسره د افغانستان د اړيکو پر اړتياوو او ګډو همکاريو خبرې کړې دي.

د هغه په وينا، هره اوونۍ له بېلا بېلو خلکو ، رسنيو ، د څېړنيزو مرکزونو له مسوولينو او پاليسي جوړونکو سره ګوري.

له سفارت څخه په امريکا کې د مېشتو ځينو افغانانو د شکايتونو په اړه محب وويل، هڅه کوي  چې د سفارت د کونسلۍ برخه نوره هم فعاله کړي ، له ټول امريکا څخه افغانان دوى ته مراجعه کوي، خو دا کارونه ژر نه خلاصېږي.

د هغه په وينا، سفارت غواړي چې ځينې کارونه په انلاين توګه پرمخ بوځي، دې کار سره به د مراجعينو ستونزې هم کمې شي.

په امريکا کې د افغان سرتېرو  د تېښتې او پناه په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان سفير وويل چې له افغانستان څخه دفاع کول د هر افغان دنده ده، خو افغان امنيتي ځواکونو سره يو ځاى کېدل رضاکارانه کار دى.

هغه وايي، څوک چې له خپلې خاورې  څخه ددفاع ژمنه کوي، بايد دا ژمنه عملي او پوره کړي، د افغانستان حکومت هڅه کوي چې خپل ځواکونه مسلکي و روزي او ورته ښې اسانتياوې برابرې کړي.

په واشنګټن کې د افغان سفير په توګه د خپلو لاسته راوړنو په اړه حمدالله محب وايي چې تېر کال دوى ډېر بوخت وو، دوى هڅه کړې چې سفارت د افغانستان د چارو پر يو مرکز بدل کړي.

هغه وايي چې د افغانستان دسفارت دروازې د ټولو افغانانو لپاره خلاصې دي، د افغانستان سفارت له لسګونو زرو هغو امريکانو سره اړيکې جوړې کړې چې په افغانستان کې يې په تېرو څو لسيزو کې په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

  محب وويل چې افغانستان  او امريکا ګډې ګټې لري ، دواړه هېوادونه غواړي چې له افغان خاورې څخه ترهګري له منځه يوړل شي.

د نوموړي په وينا، امريکايان په افغانستان کې د هر مثبت پرمختګ او کار  هرکلى کوي، دوى يو با ثباته او پرمختللى افغانستان غواړي .

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست