منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

والي: ځينې وزارتونه د لغمان لومړيتوبونو ته پاملرنه نه کوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ٢سلواغه ٩٥) :د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي چې يو شمېر وزارتونه د دغه ولايت د ادارو او خلکو د اړتياوو او وړانديزونو د منلو په برخو کې همکاري نه کوي.

نوموړي د سلواغې په ٢مه له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې له يوې خوا په اوسني حالت کې امنيتي ګواښونو او بل لور د خلکو غوښتنو ته په کتو بايد مرکزي اداره (کابل ) لغمان ولايت ته  پاملرنه زياته کړي.

هغه وايي، کله چې دوى د اړتيا په اساس خپل لومړيتوبونه او وړانديزونه په رسمي توګه مرکز (کابل ) ته راولېږي؛ نو دلته اړوند ځينې وزارتونه يې د حل په برخه کې نه يواځې همکاري نه کوي، بلکې په اوونيو او مياشتو يې هم نه ګوري.

د نعيمي په وينا، په تېرو څلورو کلونو کې په لغمان کې چې يو شمېر پروژې منظور شوي او لږ کار يې پيل شوى هم دى، خو هغه پروژې په ټپه درېدلې دي چې اړوند وزارتونه يې د کار په چټکوالي او څار کې مرسته نه کوي.     

والي ادعا کوي چې په ځينو وزارتونو کې د لغمان ولايت يوکلن لومړيتوبونه په پام کې نه نيول کيږي، او د ولايت په کره معلوماتو اجراات هم نه کوي ، خو په اوازو باور کوي او اجراات کوي ، خو هغه بيا د کوم وزارت نوم نه اخلي .

دى وايي، حتى هوايي کاغذونه تر کابينې پورې له غير رسمي لارو رسيږي، چې اړوند وزارتونه بايد دغه ډول هوايي کاغذونه يوځل د ولايت له ادارې سره د کروه والي په خاطر شريک کړي.

نعيمي پر يو شمېر وزارتونو غږ وکړ چې د لغمان ولايت هغه رسمي غوښتنې چې د خلکو د اړتيا په اساس له ډېرو بحثونو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له مشورو وروسته نهايي شوي په پام کې ونيسي، لومړيتوب ورکړي، نه هغو هوايي کاغذونو ته . 

والي وايي چې د لغمان ولايت ادارې شپږ مهمې غوښتنې چې د امنيتي، انکشافي، په ټپه ولاړو پروژو، د ځمکو د غصب، په مقرريو کې د نه لاسوهنې او نورو برخو کې دي ، مرکزي ادارې (کابل ) ته سپارلي دي، خو تراوسه ورته هېڅ پام نه دى شوى .

دغه راز نوموړي په خپل وخت ياد ولايت ته د منظورې شوې بوديجې نه انتقال هم د پروژو او نورو کارونو په چټکوالي کې خنډ بولي او وايي، داسې هم شوي چې مالي کال خلاص شوى او ورته ځانګړې شوې بوديجه نه ده لېږل شوې او هغه بوديجه بيا د بل کال په بوديجه کې شامله شوې ده ، چې په راتلونکي کې بايد ورته جدي پام وشي .         

ددې ستونزو د يادولو ترڅنګ د لغمان والي وايي چې له ١٤ مياشتو راهيسې يې څو ځله په کابل کې له امنيتي ارګانونو څخه په لغمان کې ولايت کې د څو پرله پسې سترو  نظامي عملياتو غوښتنه کړې  چې ددولت وسله وال مخالفين وځپي ، خو تراوسه ورته مثبت او قناعت کوونکى ځواب نه دى ورکړل شوى.

نعيمي زياتوي، په ياد ولايت کې امنيتي ننګونې زياتې شوي چې دغه امنيتي ګواښ په دغه ولايت کې د پروژو په پلي کولو او د خلکو او دولت ترمنځ د فاصلې په ډيرېدو کې منفي اغېز لري .

دى وايي: (( موږ او د لغمان خلکو څو ځله په ياد ولايت کې د لويو بيزونو د جوړېدو غوښتنې کړي ، خو تراوسه ورته د امنيتي ارګانونو لخوا پاملرنه نه ده شوې .))

والي زياته کړه چې د لغمان ولايت څلور ولسوالۍ ( الينګار، اليشنګ ، دولت شاه او د بادپښ ) له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي چې په دې ولسواليو کې د بيارغونې پروژې او ښه حکومتوالي هم ورسره اغېزمنه شوې ده .

د هغه په وينا، دغه راز له الينګار څخه نورستان ولايت ته، له دولت شاه څخه کاپيسا ولايت ته غځېدلې لارې هم پوره ناامنه دي ، تګ راتګ پرې ستونزمن شوى او دغه راز دا څو کاله کيږي چې بادپښ ولسوالۍ ته د هوا له لارې اکمال کيږي که کوم وخت د ځمکې له لارې هم شوى وي، نو د امنيتي ځواکونو له تلفاتو سره مل و.

نعيمي زياته کړه چې دغه راز يې د کابل –جلال اباد د لارې په اړه چې څه باندې ٤٠کيلومتره يې د لغمان له ولايت څخه تېريږي، څو ځله د مرکزي ادارې ته د امنيت د خونديتوب په موخه   وړانديزونه کړي ، خو لا هم عملي شوي نه دي .

والي وويل، چې د لغمان امنيتي ځواکونه په ښه همغږۍ ددې لارې د امنيت د خونديتوب او په لغمان کې د نورو امنيتي ګواښونو پروړاندې په مېړانه درېدلي ، قرباني يې ورکړې او د سترو چاودنو مخه يې نيولې ، چې د ولايت د ادارې او ولسونو لخوا ستايل شوي هم دي، خو امنيتي ګواښونه زيات او د مرکزي ادارې نظامي پاملرنې او عملياتو ته اړتيا لري .   

همدارنګه د لغمان والي نعيمي په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو غصب يوبله ستونزه يادوي او وايي چې د لغمان ولايت زياتې حکومتي ځمکې د يو شمېر کسانو لخوا چې ان په کابل کې ريښې لري غصب شوې دي، دا غصب ددې لامل شوى چې په دغه ولايت کې د يوشمېر انکشافي پروژو مخه ونيسي او د ځينو پروژو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي .

ده زياته کړه : (( ويلى شم چې په لغمان کې زياتره دولتي ځمکه د مافيايي کړيو لخوا غصب شوې ، چې ځينو ته يې جعلي اسناد هم جوړ شوي ، خو د لغمان ادارې او ولس هوډ پياوړى دى چې دا ځمکې به د هغوى له منګولو را خلاصوي، مګر د ملي شورا د استازو او د مرکزي ادارې د مسوولينو همکاري اړينه او اغېزمنه ده .))

هغه زياتوي، چې غصب د نورو پروژو ترڅنګ د ښوونکو او د کډوالو د ښارګوټو په وېش او انکشاف کې ستونزې رامنځته کړې دي.

د دې ترڅنګ نعيمي د لغمان په ځينو ادارو کې د مرکز (کابل ) لخوا د يو شمېر کسانو په مقرريو کې د لاسوهنو او له دوى سره د نه مشوره کولو په اړه هم نيوکې لري او وايي، هرڅوک چې دوى ته د کابل لخوا د يو مسوول او يا د  يوې ادارې د مهم کارکوونکي په توګه ورمعرفي کېږي،  نو بايد له لغمان ادارې سره مشوره وشي، ترڅو دوى ورسره د اهل کس په ټاکنه کې مرسته وکړي چې په راتلوونکي کې  ددې ولايت لپاره اغېزمن تمام شي .

د لغمان والي په پاى کې مرکزي ادارې (کابل ) ته وړانديز کوي، لکه څرنګه چې ولسمشر ژمنه کړې وه د واليانو صلاحيتونه دې زيات او په مهمو ملي مسايلو کې دې تل ورسره مشوره وشي.

دغه راز دې وزارتونه اړ کړي چې د ولايتونو اړتياوې او ستونزې په پام کې ونيسي او وړانديزونو ته يې په وخت لاسرسى وشي .

همدارنګه دې حکومت د دوى په غوښتنه په لغمان کې څو پرله پسې ستر نظامي عمليات وکړي او د دولت د وسله والو مخالفينو جرړې دې وباسي .

د پروژو د ښه پلي کېدو په موخه دې په دغه ولايت کې د غصب پرضد د پيل شوې مبارزې د حمايت ترڅنګ دې په وخت دغه ولايت ته بوديجه انتقال کړي او په دې برخه کې دې دغې ستونزې ته جدي پام وکړي او د خپلسرو او بې مشورو مقرريو په مخنيوي کې دې  دوى وپوښتي .  

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست