کابل ( پژواک، ٣ سلواغه ٩٥): يو شمېر هېوادونو، د هېواد سياسي، جهادي مشرانو او دولتي چارواکو د سولې د عالي شورا د مشر پير سيد احمدګيلاني پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.
د محاذ ملي افغانستان جهادي ګوند رهبر او د سولې د عالي شورا مشر پير سيد احمد ګيلاني تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨٤ کلونو په عمر په کابل کې وفات شو.
ولسمشر اشرف غني د هغه په مړينه خواشيني څرګنده کړې او لويه ضايعه يې ګڼلې، دغه راز نوموړي د پير ګيلاني د تدفين او فاتحې مراسمو لپاره يوه کمېسيون ته دنده سپارلې ده.
ټاکل شوې ده چې د پير سيد احمد ګيلاني جنازه سبا په ارګ کې ادا او وروسته په ننګرهار ولايت کې خاورو ته وسپارل شي.
بلخوا د سولې عالي شورا د خپل رييس د وفات په اړه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې خواشيني څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي ، پير سيد احمد ګيلاني د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان ولس د جهاد په سياسي ډګر کې يو وتلی، مخور او جهادي شخصيت و او د شوروي پر ضد يې سپيڅلې مبارزه کړې وه.
د سولې شورا ويلي چې پيرګيلاني د اساسي قانون لويه جرګه، د طالبانو له سقوط او بن کنفرانس وروسته په ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون لويه جرګه کې يې مهم رول لوبولى و.
سرچينې زياته کړې، له کله راهيسې چې پير سيد ګيلاني د سولې عالي شورا رييس و، په دې موده کې يې په خپلو سپېڅلو هلو ځلو د سولې عالي شورا د موخو د تحقق په لار کې ارزښتمن ګامونه اوچت کړل او له حزب اسلامي سره يې د سولې تړون لاسليک کړ.
بلخوا پخواني ولسمشر او د نجات جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي هم د پير ګيلاني پر مړينې غمرازي کړې او ويلي يې دي چې د شوروي اتحاد پر ضد تر سپيڅلي جهاد وروسته د هېڅ ډول کورني اختلاف او کشمکش غوښتونکی نه و.
هغه زياته کړې : (( د جهاد پر مهال او تر هغه وروسته په ملي او نړيوالو غونډو کې له پير صيب سره يو ځاى و او له هغه مې مشورې اخيستلې.))
نوموړي د پير ګيلاني مړينه لويه ضايعه ګڼلې، دهغه مريدانو، کورنۍ او دوستانو ته يې تسليت وړاندې کړى دى.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پير ګيلاني پرمړينې خواشيني څرګنده کې ده.
هغه په خپل پيغام کې ويلي چې سيد احمد ګيلاني د افغانستان د جهاد پياوړی مشر و. هغه د جهاد په دوران او همداراز تر جهاد وروسته د خپل هېواد او خلکو لپاره ارزښتمن او نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي.
کرزي ويلي، پير ګيلاني په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره بې سارې هلې ځلې وکړې، ان تر دې چې د ناروغۍ په حالت کې يې د سولې د عالي شورا مسووليت پر غاړه واخيست او د ژوند تر وروستيو شېبو پورې يې افغانستان ته د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ.
د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر هم د پير سيد احمد ګيلاني په مړينې غمرازي څرګنده کړې ده.
هغه په خپل پيغام کې ويلي، پيرګيلاني د افغانستان د تاريخ يوه ځلانده څېره وه، چې په مختلفو پړاوونو کې يې د يوې مخورې روحاني کورنۍ د مشر او وارث په توګه په مسوولانه او مدبرانه ډول خپل اسلامي او ملي نقش په خورا ښه توګه ادا کړی .
د اتمر په وينا، پير ګيلاني له ځوانۍ څخه په ملي او سياسي موضوعاتو کې دخيل و، هماغه وجه وه چې د شوروي يرغل په غبرګون کې له هېواده مهاجر او د جهاد د فريضې لپاره يې په ملي انسجام کې د يوه فعال رهبر په کچه ونډه واخيسته .
اتمر ويلي، تاريخ به د نورو کارنامو ترڅنګ د سولې د عالي شورا د رييس په حيث له حزب اسلامي سره د سولې پروسې په برياليتوب کې د مرحوم پيرصاحب خدمتونه هم په زرينو ټکو وليکي .
د حکومت د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان د پير ګيلاني مړينه لويه ضايعه ګڼلې او زياته کړې يې ده چې هغه د سره پوځ د يرغل پروړاندې په مبارزه، جهاد او د افغانستان د ازادۍ په خاطر ډېرې هلې ځلې کړې دي.
هغه زياته کړې، مرحوم ګيلاني د سولې ارمانجن او ديو قوي نظام د رامنځ ته کېدو غوښتونکی و، چې د ده د هڅو په پايله کې دسولې خبرې هم په چټکۍ سره پرمخ روانې وې.
دغه راز د ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، يو شمېر نورو وزارتونو، د هوايي چلند ملي ادارې، يو شمېر نورو دولتي ادارو، او د هېواد ګڼ شمېر واليانو هم د پير سيد احمد ګيلاني په مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.
بلخوا يو شمېر هېوادونو هم د پير سيد احمد ګيلاني په مړينه غمرازي څرګنده کړې ده. په کابل کې دامريکا سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د هغه په مړينه خواشيني څرګنده شوې او کورنۍ ته يې تسليت وړاندې شوى دى.
دغه راز د بريتانيا سفارت لخوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د پير ګيلاني د مړينې په خبر اورېدو خفه شوي دي.
د بريتانيا سفير، پير ګيلاني يو مهم افغان مشر بللى او زياته کړې يې ده چې له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې يې ورسره بلدتيا لرله.
همدا راز پاکستان هم د سولې د عالي شورا د مشر پير ګيلاني پر مړينې غمرازي څرګنده کړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پير ګيلاني د افغانستان يو با نفوذه روحاني او جهادي مشر و ، چې په ټوله سيمه او افغانستان کې خلکو ورته ځانګړى درناوى درلود.
سرچينې زياته کړې چې پير ګيلاني د سولې او ثبات لپاره هم ډېرې هلې ځلې کړې وې او خدمتونه به يې تل په ياد ساتل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان حکومت او خلک د پير ګيلاني په مړينې خواشيني شوي، د هغه کورنۍ او افغانانو ته تسليت وايي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










