منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د سالنګ لاره د ترافيکو پر مخ وتړل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

چاريکار(پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د سختې واورې او توپان له امله د ترافيکو پر مخ  وتړل شوه.

 د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر ډګر جنرال محمد رجب وايي چې دا لويه لاره نن له غرمې وړاندې شاوخوا ٩:٣٠ بجې بنده شوه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له شپې تر اوسه (له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس نيمې بجې) په سوېلي سالنګ کې نيم متر واوره ورېدلې او لا هم ورښت له سخت توپان سره دوام لري.

 هغه وويل چې په شمالي سالنګ کې شاوخوا څلوېښت سانتي متره واوره ورېدلې، خو توپان نشته.

نوموړي زياته کړه چې دوه کرولا موټر او يو رينجر په شمالي سالنګ کې چپه شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

هغه وويل چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رياست کارکوونکي د پېښې ځاى ته رسېدلي، څو د يادو شوو درېيو موټرو مسافرو ته زيان ونه رسېږي، خو نوموړي د مسافرو شمېر څرګند نه کړ.

 هغه زياته کړه چې لويه لاره به د واورې ورښت او توپان تر درېدو پورې بنده وي.

نوموړي زياته کړه چې موټر د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ او د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ په تاجکان سيمه کې درول شوي دي.

په ژمي کې پر دې لويې لارې تګ راتګ له خطرونو سره تړلى وي.

د ١٣٨٨ لمريز کال په سلواغې مياشت کې په سوېلي سانګ کې د توپان او واورې ښويېدنې له امله  شاوخوا ١٧٠ کسان مړه او ١٢٥ نور ژوبل شول.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې