جلال اباد (پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د يوه کور د چت لوېدو له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ د شيخ مصري په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د يوه زوړ کور د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ ٦ غړي مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي خو د هغوی روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د سميع الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٦ کسان مړه او ٦ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه کورنۍ د نا امنيو له امله له پچيراګام ولسوالۍ څخه يادې سيمې ته راکډه شوې ده او په کرايي کور کې اوسېږي.
د يادونې ده، په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې د فعاليتونو او د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله سلګونه کورنۍ د ننګرهار ولايت نورو سيمو ته کډوالې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










