اسعد اباد(پژواک، ٤ سلواغه ٩٥): په کونړ ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د نورستان اوو تنو اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ددې ولايت په چپه دره ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د نورستان له مرکز پارون څخه د کونړ مرکز اسعد اباد ته روانه يو سراچه موټر په چپه دره ولسوالۍ کې له ګړنګ څخه لوېدلى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې درې تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې ټپيان د اسعداباد روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
قوماندان همت داهم وويل چې پوليسو پرون ددې ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې درې هغه کسان نيولي چې ماينونه يې لېږدول.
هغه زياته کړه چې دوى له يو شمېر ماينونو سره نيول شوي او اوس ترې پوښتنې روانې دي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










