باميان(پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): ځايي چارواکي وايي چې له دايکنډي ولايت او ولسواليو سره د باميانو ولايت ډېرى نښلوونکې لارې د سختو واورو ورېدو له امله بندې شوې دي.
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي چې په باميانو کې له پرون راهيسې سخته واوره ورېدنه پيل شوې او لا هم دوام لري.
هغه زياته کړه چې د قوناق غاښى چې دايکنډي له باميانو سره نښلوي، بند شوى او ډېرى نورې لارې هم د توپان او سختې واورې ورېدنې له امله بندې شوې او يا له ستونزو سره مخ دي.
د باميانو د والي وياند له ټولو مسافرو او موټر لرونکو وغوښتل چې د هوا د وضعيت تر ښه کېدو پورې په ټولو لارو له نا اړينو سفرونو ډډه وکړي.
نوموړي وويل:((تر اوسه پورې په باميانو کې د واورې ورېدو کچه له ٢٥ت٨٥ سانتي مترو پورې رسېدلې او که چېرته د واورې ورښت دوام وکړي، شونې ده چې يوه متر ته ورسېږي، اوسمهال په هېڅ کوم غاښي کې مسافر نه دي بند شوي او ټول مسافر وړونکي موټر د حاجيګک، شاتو او قوناق کوتلونو له لارې بازار او هوټلونو ته لېږدول شوي دي.
د باميانو د يکاولنګ ولسوال عبدالاحد مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سختې واورې ورېدو له امله د شاتو کوتل چې د يکاولنګ او پنجاب ولسواليو پر لاره پروت دى، بند شوى، خو د واورې پاکول دوام لري او ددې لپاره چې مسافر له ستونزو سره مخ نه شي، د يکاولنګ ولسوالۍ د مرکز له لارې پنجاب ولسوالۍ ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د کابل- باميان لويې لارې يو موټر چلوونکى محمد انور وايي چې تېره شپه شاوخوا ٧٠ موټر په حاجيګک غاښي کې بند شوي وو چې د سړک له پاکولو وروسته باميانو ته ولېږدېدل.
هغه زياته کړه چې اوسمهال د حاجيګک لاره بنده ده او يوازې د شيبر غاښي لاره پرانېستې، خو موټر د واورې ورېدو له امله په سختۍ تګ راتګ کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










