منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په سالنګ کې د واورې ښويېدو له امله درې کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۳ کتنې

 پلخمري(پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): په بغلان ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې د سالنګ لويه لاره د سختې واورې او توپان په سبب له پرون راهيسې د ترافيکو پرمخ تړل شوې او تر اوسه په واوره کې د بندو شوو درې تنو مړي را اېستل شوي دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګڼ شمېر مسافر د سالنګ لويې لارې په توپان کې بند پاتې وو، خو د بغلان پوليس وتوانېدل چې ويې ژغوري.

 هغه زياته کړه، کوم کسان چې په سالنګ کې بند پاتې وو، امنو سيمو ته وړل شوي او له زياتې مرګ ژوبلې مخنيوى شوى.

خو د بغلان د پوليسو وياند وويل چې دوه ښځې او يو نارينه په سالنګونو کې د واورې ښويېدنې په سبب مړه شوي او د دوو مړي يې تېره ورځ او د يوه  نن سهار له واورو  را وويستل شو او دوه نور چې ټپي شوي وو، د پلخمري ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه چې لسګونه مسافر وړونکي موټر په خنجانو ولسوالۍ کې درېدلي او د توپان له کمښت او سړک پاکېدو وروسته به مسافرو ته له دې لويې لارې د تېرېدو اجازه ورکړل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې