منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

داوود ګلزار: د کندهار پېښه د څلورو کورنيو او بهرنيو ډلو لخوا څېړل کېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کندهار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٥): د ولسمشر سلاکار محمد داود ګلزار وايي، د کندهار وروستۍ خونړۍ پېښه ډېره حساسه او پېچلې ده چې په همدې بنسټ يې څېړنه هم په پوره دقت او ځيرتيا پر مخ ځي.

تېره مياشت(د مرغومي په ۲۱مه) د ماښام په شاوخوا ۷ بجو د کندهار ولايت مقام د حرم سرای په مېلمستون کې په داسې حال کې چاودنې وشوې چې د عربي اماراتو سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي د دغه هېواد له يو شمېر ديپلوماټانو سره کندهار ته راغلی و او د والي مېلمه و.

هغه کندهار ته د يوه داالايتام د جوړولو د چارو د پرانېستلو په موخه راغلی و چې د دغه هېواد د ۲ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

په دغه بريد کې ټول ۱۲ کسان ووژل شول او ۱۸ نور ټپيان شول.

په وژل شوو کې د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنيو چارو رييس شاه احمد سعيد، په امريکا کې د افغان سفارت ديپلوماټ ډاکټر يما قريشي، ملي سوداګر او د افکو کمپنۍ مشر هاشم کرزی، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجاني، په مشرانو جرګه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د متحده عربي اماراتو ۵ تنه ديپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن شامل دي.

په ټپيانو کې د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي، د متحده عربي اماراتو سفير جمعه محمد الکعبي، د کندهار يو شمېر سوداګر، مخور او امنيتي کارکوونکي شامل دي.

د ولسمشر سلاکار داوود ګلزار وايي، که څه هم د پېښې د څېړنې لومړی پړاو بشپړ شوی خو دا داسې پېښه ده چې له عادي تر لومړۍ درجې ټول اشخاص په کې د پوښتنې وړ دي او کېدای شي.

محمد داوود ګلزار د ولسمشر له لوري د يوه پلاوي په مشرۍ د کندهار د پېښې د هر اړخيزې څېړنې په موخه په دنده ګومارل شوی و.

د دغه پلاوي په ترکيب کې د نوموړي تر څنګ، د اجراييه رياست، دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت رياست، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، لويې څارنوالۍ او د جمهوري رياست اړوند د اداره امور استازي شامل دي.

ګلزار پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل ، کندهار ته يې سفر د درېيو موخو لپاره و چې د پېښې هر اړخيزه څېړنه، د قريانيانو د کورنيو له غړو سره مرسته او خواخوږي او دغه راز د دې ولايت له قومي مشرانو او ولايتي شورا له غړو سره ليدنه وه.

هغه زياته کړه د څېړنې لومړی پړاو بشپړ شوی چې د افغان لوري تر څنګ د عربي اماراتو، بهرنيو ځواکونو او د سکاټلنډ يارډ په نوم د بريتانيا نړيوال تحقيقاتي ټيم يې په ګډه پر مخ وړي.

خو دی وايي، لا هم له وخته مخکې ده چې د پېښې په اړه بشپړ معلومات په ډاګه شي، ځکه د ټېسټونو لپاره د پېښې له ځايه مواد راټول شوي، دغه راز هغه کسان چې د پېښې په تړاو نيول شوي پوښتنې ورڅخه روانې دي او کېدای شي د يو شمېر نورو کسانو د نيولو اړتيا هم پېښه شي.

د ده په خبره، دا پېښه په ډېره پېچلې بڼه پلان شوې وه، چې له عادي تر لومړۍ درجې ټول اشخاص د پوښتنې وړ دي.

ګلزاز وويل، د پېښې پلټنې او پايلو ته جدي دي او له اړوندو  تحقيقاتي ټيمونو سره يو ځای به په همغږي وروستۍ پايلې اعلانوي.

دی وايي، دغه پېښه يوازې د افغانستان لپاره نه ، بلکې ټولې نړۍ ته د پوښتنې وړ ده، ځکه پېښه په يوه تر ټولو امن ځای کې شوې او د افغان مسوولينو تر څنګ په کې د دوست هېواد عربي اماراتو ديپلوماټان وژل شوي دي.

د ده په خبره، افغانستان تر ډېره د بهرنيو هېوادونو پر مرسته متکي دی، هغوی بايد دلته روانه تروريستي جګړه دومره ساده و نه ګڼي او له دې حالته د وتلو په موخه زموږ له هېواد سره د هغوی مرستې لا ډېرې شي.

نوموړي زياته کړه، پر همدې بنسټ په دې برخه کې د عربي اماراتو رسمي دريځ ډېر دوستانه دی او له افغان لوري سره د پېښې پر څېړنه په ګډه کار کوي.

ګلزار وويل، په افغانستان کې کېدونکو ۹۸ سلنه تروريستي پېښو کې د سيمې استخبارات په ځانګړې توګه د پاکستان لاس دى، حقاني شبکه او طالبان په کې ښکېل دي.

دی وايي، د کندهار د پېښې پلان هم له هېواده بهر جوړ شوی و او په دې پېښه کې کارول شوي چاودېدونکي توکي هم له بهره راوړل شوي وو.

د نوموړي په وينا، بنسټيزه موخه دا ده چې دغه توکي څنګه او د چا په لاس د ولايت مقام تر دغه مهم ځای پورې ورسول شول، چې د پلټنو په اوږدو کې به وموندل شي.

هغه يو ځل بيا ډاډ ورکړ چې حکومت د کندهار د پېښې په پلټنه کې ډېر جدي دی او که دغه پېښه هر څومره په لوړه کچه هم وي، څېړنه به يې کېږي او پايلې به يې له رسنيو او له دې لارې له ولس سره شريکېږي.

تېره اوونۍ د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرارق پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې په ولايت مقام کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په څېړنو کې پرمختګ شوی چې د امنيتي سرتېرو او کارګرو په ګډون لسګونه کسان نيول شوي او پوښتنې ورڅخه روانې دي.

هغه هم يادونه کړې وه چې د پېښې د څېړني لپاره له مرکز کابل، عربي اماراتو او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو تحقيقاتي ټيمونه کندهار ته راغلي دي.

د ده په خبره، د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوي چې چاودېدونکي توکي چا څنګه د کندهار ولايت مقام د حرم سرای تر مېلمستون پورې رسولي او هلته يې ځای پر ځای کړي دي.

خو ده يادونه وکړه، دا چې څېړنې پای ته نه دي رسېدلي، تر وخت وړاندې ده چې په دې اړه نور جزييات ورکړل شي.

امنيه قوماندان وويل، په څېړنو کې دا هم معلومه شوې چې چاودنې د مېلمستون په کوچونو کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله شوي چې په ډېره ماهرانه توګه په کې ځای پر ځای شوي وو.

هغه د دغې خونړۍ پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې (ای ايس ای) او حقاني شبکې  اچولې وه او ويلي يې وو، هغوی له څو مياشتو راهيسې پر دغه پلان کار کاوه او غوښتل يې د ولايت ټوله رهبري له منځه يوسي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست