هرات ښار(پژواک، ٦ سلواغه ٩٥): په هرات ولايت کې په دوو جلا پېښو کې څلور کسان د ګاز او برېښنا نيونې په سبب مړه شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ پېښه پرون شپه رامنځته شوې او له ايران نه هرات ته درې راستانه شوي ځوانان د درب خشک سيمې په يوه هوټل کې د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.
شيرزي زياته کړه چې يادو درېيو ځوانانو د ٢٥ او٣٥ کلونو ترمنځ عمرونه لرل او لا هم څرګنده نه ده چې د کوم ولايت اوسېدونکي دي، خو مړي يې د روغتون په سړخونه کې ساتل کېږي.
بلخوا د هرات حوزوي روغتون وياند وويل چې پرون ورځ دوه ځوانان چې د ٢٠ او ٢٥ کلونو ترمنځ عمرونه يې لرل، خپل کور ته د برېښنا د مزو په غځولو بوخت وو چې ساتونکو مسايلو ته د نه پاملرنې په سبب برېښنا نيولي دي.
هغه زياته کړه چې يو يې روغتون ته په رسېدو مړ شوى او بل بستر دى.
نوموړى وويل چې دا ډول پېښې د خلکو د بې پروايۍ په سبب رامنځته کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










