کندهار (پژواک، ٩ سلواغه ٩٥): د کندهار- هرات پر لويه لاره د ژېړۍ ولسوالۍ اړوند د حوض مدد په سيمه کې د سراچه او فيلډر موټرو د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي او يو بل ټپي شوی دی.
پېښه نن د سلواغې په ٩مه، له غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخوا کې شوې ده.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، يو سراچه موټر چې له ميوند ولسوالۍ څخه ښار ته را روان و له يوه سراچه موټر سره چې له کندهار ښار څخه هلمند ته روان و، ټکر کړی دی.
هغه زياته کړه چې د دغې ترافيکي پېښې له امله د يوې مېرمنې په ګډون څلور تنه مړه شوي او يو تن ټپي شوی دی.
په مړو شوو کې د دواړو موټرو چلوونکي هم شامل دي.
دی وايي، د ترافيکو مديريت د څېړنې ټيم د پېښې ځای ته تللی او په لومړۍ پلټنه کې معلومه شوې چې پېښه د بې احتياطۍ له امله شوې ده.
د ده په خبره، دغه ترافيکي پېښه هغه مهال شوې چې سراچه موټر له يوه لوی روان موټر څخه تېر شوی او مخامخ له فيلډر موټر سره ټکر شوی چې له هغې خوا را روان و.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم له کندهاره پر غځېدلو لارو خونړۍ ترافيکي پېښې شوې چې ګڼ شمېر خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر ډېره د ترافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه د ترافيکي اصولو نه مراعتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت ګڼل کېږي.
login or register a new account.