شبرغان (پژواک ١٢ سلواغه ٩٥): د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د سختو سړو له امله نهه کسانو ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز لس ښځو اړينو روغتيايي خدمتونو او درملو ته د نه لاسرسي له امله د جنين سقط کړي دي.
د جوزجان ولايت د درزاب ولسوال رحمت الله حشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد ولايت درزاب ولسوالۍ ٢١ نښلوونکې لارې تړل شوې او د يادو کليو او بانډو خلک؛ روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي، د اړتيا وړ درملو او خوراکي توکو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زياته کړه چې د روانې اونۍ په ترڅ کې درې ماشومانو او شپږ عمرخوړلو د امکاناتو د نشتون او د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز لس ښځو هم اړينو درملو او روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله خپل جنينونه سقط کړي دي.
حشر څرګنده کړه چې د يادې موضوع په تړاو يې د مقام ولايت ته لنډ راپور لېږلى، څو د يادې ستونزې د هواري لپاره هلې ځلې وکړي.
خو د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وويل چې يادو کسانو د سړو له امله ژوند له لاسه نه دى ورکړى، بلکې دوى پر فصلي ناروغيو د اخته کېدو له امله ژوند له لاسه ورکړى، چې په درزاب کې د اړونده دولتي ادارو او د ولسوالۍ له مرکز رارسېدلي راپورونه له يو بل ډېر توپير لري.
نوموړي په ځينو کليو او بانډو کې د نښلوونکو لارو بندښت ومانه، خو ويې ويل چې د ولايت مقام له دې وړاندې په دې تړاو اړين تدابير نيولي او د خلکو ستونزو ته د لاسرسي وړتيا لري.
غفوري وويل: "موږ ته تر اوسه پورې کوم داسې راپور نه دى رارسېدلى، څو وکولى شي د تلف شوو کسانو په اړه د ولايت مسوولينو قناعت ترلاسه کړي او موږ له خلکو سره د مرستې لپاره پوره امکانات لرو، خو په دې شرط څو هغه مسايل چې د ولسوال له لوري رسنيو ته ويل شوي؛ ثابت شي."
خو د جوزجان د ولايتي شورا غړې حليمه صدف وويل، چې د ياد ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د سړې هوا او د واورې ډېر ورښت له امله د مرګ ژوبلې د اوښتو راپور لري او په دې اړه يې د چارو مسوولينو ته څرګنده معلومات او اسناد وړاندې کړي، خو د حل لپاره يې تر اوسه پورې ګامونه نه دي پورته شوي.
نوموړې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل چې که چېرې د درزاب ولسوالۍ د اوسېدونکو يادې ستونزې ته لاسرسى ونه شي او چټګ ګامونه پورته نه شي؛ نو د يادو خلک د مرګ ژوبلې کچه به لاپسې لوړه شي.
ورته مهال د جوزجان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسوول فيض الله وويل، چې د درزاب ولسوال له لوري ورته د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو اسناد او مدارک رالېږل شوي دي.
هغه څرګنده کړه، چې مرسته کوونکي به ډېر ژر د درزاب ولسوالۍ خلکو ته د اړينو مرستو د راجذبولو په موخه يو کنفرانس ترسره کړي، څو له دې لارې د هغوى ستونزو ته لاسرسى وشي.
نوموړي که څه هم يادونه وکړه، چې د درزاب ولسوالۍ د خلکو ستونزې حل لپاره يې لومړني ګامونه اخيستي، خو زياته يې کړه؛ دوى په پام کې لري چې خپلې کاري لړۍ ته لا ډېره چټکتيا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دوه اونيو په ترڅ کې په ياده ولسوالۍ کې ٢٧ نور ماشومان هم د سړې هوا او روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله ژوند له لاسه ورکړى او شا وخوا دوه مياشتې وړاندې هم له يادې ولسوالۍ څخه د ٢٠ ماشومانو د ژوند د له لاسه ورکولو راپور خپور شوى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










