هرات(پژواک،١٢سلواغه٩٥):د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې په دې سيمه کې يو فلانکوچ موټر له يو ټېلر سره جنګېدلى چې له امله يې څلور تنه مړه شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
دغه راز د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه دوى ته دوه مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
خو هغه وايي: (( د دوو ټپيانو حالت ښه نه دى او دغه شمېره هم تغيير کوي، ځکه ځينې کسان لا تر اوسه په لاره کې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم د ترافيکي پېښې له امله ٣ مړه او ٢٠ نور ټپيان وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










