منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۶ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بدخشان کې د واورې ښويېدو له امله يو کس مړ او اووه نور ژوبل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

فيض اباد(پژواک، ١٢ سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت اوسېدنکي وايي چې ددې ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې په دوو پېښو کې يو کس مړ شوى، اووه نور ژوبل شوي او د استوګنې کورونه يې ويجاړ شوي دي.

 د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښې تېره شپه د راغستان ولسوالۍ په سپاه او کجلر کليو کې رامنځته شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې په سپاه کلي کې د واورې ښويېدو پېښه کې يو کس مړ شوى او اووه نور ژوبل شوي، چې ټپيان ولسوالۍ ته لېږدول شوي او درملنه يې روانه ده.

دهقان زياته کړه، په يوه بله پېښه کې چې ددې ولسوالۍ په کجلر کلي کې رامنځته شوې، څو کورونه ويجاړ شوي او د سيمې خلکو ته يې ګڼ مالي زيانونه اړولي دي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د ويلو ده چې په تېرو څو ورځو کې د بدخشان په بېلابېلو ولسواليو کې د وارو ورېدو له امله ګڼ شمېر نښلوونکې لارې بندې شوې او خلک ددې ولايت په بېلابېلو برخو کې له   کړاوونو سره مخ شوي دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې