منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د واورې وريدو له امله د سالنګ لويه لار د ترافيکو پرمخ وتړل شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۴ کتنې

چاريکار(پژواک،١٥سلواغه٩٥): حکومتي چارواکي وايي چې د سالنګ لويه لار د  واورې وريدو او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت ادارې رييس جنرال رجب د سلواغې١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سالنګ لويه لار د واورې وريدو او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

هغه وويل چې د مسافرينو د ساتنې او مصونيت په موخه دغه لار له تيرماښام څخه تړل شوې او دغه حالت کېداى شي ٧٢ ساعته نور هم دوام وکړي.

هغه زياته کړه چې د مسافرو موټرې د سالنګ دواړه لوريو ته د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ او د پروان په تاجکان سيمه کې درول شوي دي.

رجب وويل چې د هوا پيژندنې پر بنسټ دوى چمتوالى لري ترڅو د واورې ښويدنې(برفکوچ) څخه مخنيوې وکړي.

هغه وويل چې دا مهال په شمالي سالنګ کې ٧٥ سانتې متره او په جنوبي سالنګ کې ٨٠ سانتې متره واوره وريدلې ده.

هغه د يادې لارې له مسافرينو غوښتنه وکړه، تر هغه چې دغه ستونزه نه وي هواره شوي دوى نشي کولاى موټرو ته د تګ اجازه ورکړي نو بايد مسافرين بيرته خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د سالنګ لويه لار پلازمينه کابل له شمالي ولايتونو سره نښلوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې