کندهار (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٥): په کندهار کې ۲۴ کلونه وروسته واوره اورېدلې چې د يوه سمسور او اباد کال لپاره يې د خلکو هېلې ډېرې کړي دي.
د واورې د اورېدو په خوښۍ کې د کندهار ښار ډېری وګړي له خپلو ماشومانو سره يو ځای دښتو او نږدې ولسواليو ته ته ووتل او د ابادۍ او سولې لپاره يې په نېک فال ونيوله.
د کندهار د کرنې رياست د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې له سهار وختي څخه په پر له پسې توګه څو ساعته واوره اورېدلې چې کچه يې تر ۴ سانتيي متره ډېره ده.
د کندهار ښار اوسېدونکی تاج محمد له خپلو ماشومانو سره يو ځای دامان ولسوالۍ ته راغلی و او د واورې له اورېدو يې خوند اخيست.
هغه پژواک اژانس ته وويل، سهار وخته چې له خوبه را پاڅېد نو ويې ليدل چې واوره اورېدلې؛ نو پرېکړه يې وکړه، چې له خپلو ماشومانو سره يو ځای به د واورې د اورېدو خوښي نمانځي.
د ده په خبره، کندهار کې که څه هم څو کاله مخکې ډېره کمه واوره شوې وه، خو دغسې ډېره واوره ۲۴ کلونه وروسته اوري.
تاج محمد وايي، د واورې اورېدو ټول خلک خوشاله کړي او په دې هيله ده چې سږ کال به اباد او سمسور وي.
خو نوموړي د ابادۍ او سمسورتيا تر څنګ د سولې هيله هم وکړه.
د کندهار ښار يوه بل اوسېدونکی محمد سليم بيا د واروې اورېدو په خوښۍ کې پر خپل موټر د واورې سړی جوړ کړی و او له ملي بيرغونو سره يو ځای يې پرې دا شعار ليکلی و چې: ((موږ سوله غواړو.))
ده پژواک اژانس ته وويل، د واورې اورېدل یې په هېواد کې د سولې لپاره هم په نېک فال نيولې ده.
دی وايي: ((موږ نور له جګړو او ناخوالو ستړي يوو او دومره يې ځپلي يوو چې ټولې هيلې يې را په کې مړې کړي دي، د خدای دربار ته دعا کوو چې د همدې واورې په برکت په ټول هېواد کې نه يوازې کال اباد وي، بلکې جګړه او وژنه هم پای ته ورسېږي.))
بل خوا د کندهار باغ لرونکي، کروندګر او مالداران هم د واورې اورېدو خوشاله کړي او وايي سږ کال به يې کرنيز محصولات ښه وي.
login or register a new account.