منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۴ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د حامدکرزي نړيوال هوايي ډګرته ټولې بهرنۍ اوکورنۍ الوتنې لغوه شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۰ کتنې

 کابل (پژواک،١٧سلواغه ٩٥):د هوايي چلندخپلواکې ادارې اعلان وکړچې کابل هوايي ډګرته ټول بهرني اوکورني پروازونه د درنې واورې ورښت له امله لغوه شوي دي.

دهوايي چلندخپلواکې ادارې وياندقاسم رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دحامدکرزي نړيوال هوايي ډګرته بهرنۍ اوکورنۍ الوتنې له تېر مازديګرراهيسې لغوه شوې دي.

 د هغه په وينا، د درنو واورو ورښت له امله د هوايي ډګر الوت کرښه پر واورو پوښل شوې ده؛ خو د الوت کرښې له پاکېدو وروسته به ټولې الوتنې له سره پيل شي.

رحيمي زياته کړه چې ښايي د الوت کرښه نن د مازديګر تر ٤ بجو پورې له واورو پاکه شي.

د ذبيح په نوم يومساپر پژواک ته وويل چې د سهار له ١٠ بجو تراوسه(له غرمې وروسته ٣بجې) دوبۍ ته دتلولپاره کابل هوايي ډګرکې انتظار دى.

هغه زياته کړه چې د هوايي چلند اداره او هوايي شرکتونه بايد له الوت څخه وړاندې، د هوا وضعيت  احتمالى بدلون په اړه مساپرخبرکړي څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

 دغه ډګرته په داسې حال کې بهرني او کورني پروازونه لغوه کېږي چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې دتېرې ورځې معلوماتوپربنسټ، په تېرو درېيو ورځوکې د هېواد٢٥ ولايتونوکې واورې وريدلې دي اوپه ځينو ولايتونوکې څه ناڅه ٣٧ کسان مړه او١٦ نورټپيان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې