کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٥): د هېواد په پلازمېنه کابل او ګڼ شمېر ولايتونو کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سختې واورې له امله په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت لخوا د سلواغې په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن يې د ولسمشر محمداشرف غني د حکم له مخې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د کار او ټولنيزو چارو وزيرې مېرمن نسرين اورياخېل ويلي چې په ګڼ شمېر سيمو کې د زياتو واورو له امله لارې بندې شوې او بېړنى حالت اعلان شوى دى.
د کابل ښاروالۍ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې له ښاريانو غوښتل شوي چې پر سړکونو د سفر پر مهال له ډېر احتياط څخه کار واخلي.
بلخوا تېره ورځ تر ماښام وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د بېړنيو حالاتو کمېټې د راپور په اړه د بحث په موخه ناسته وشوه.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، طبيعي پېښو ته د رسيدو په چارو کې د دولت وزير، د فوايد عامې او کليو پراختيا وزيرانو او امنيتي چارواکو شتون درلود.
سرچينې زياته کړې، د بېړنيو حالاتو کمېټې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو طبيعي پېښو په اړه د خپلو کړنو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير ويس برمک وويل چې زيانمنو شوو ته د رسېدو او د واورې ښوېيدنو د مخنيوي په موخه يې په ټولو ولايتونو کې له سيمه ييزو ادارو سره همغږي شوې او په ځينو ولايتونو کې د تړلو لارو د پاک کارۍ لپاره وسايط تنظيم شوي دي.
هغه زياته کړه، مرستندويه ډلې چمتو دي چې د هوا په ښه کېدو سره د تګ راتګ لارې به پرانېزي او بېړنۍ مرستې ورسوي.
برمک همدارنګه په بغلان، سرپل، حاجي ګک غاښي او د باميانو په غوګردوی کې له واورې ښوېيدنو او سړې هوا څخه د خلکو د ژغورنې په موخه د تدابيرو د نيولو خبر ورکړ.
ويس برمک وويل، په کومو ولايتونو کې چې د واورې ښوېيدنو خطر شته، هلته له سيمه ييزو مسوولينو اوادارو سره په همغږۍ په دې برخه کې لازم تدابير نيول شوي دي.
ولسمشر غني د بېړنيو حالاتو کمېټې د راپور له اورېدو وروسته د دغې کمېټې لخوا د نيول شوو تدابيرو او اقداماتو له امله مننه وکړه ويې ويل، د هغو سيمه ييزو مسوولينو د ستاينې لپاره دې فهرست ترتيب شي چې د خلکو د ژغورنې لپاره يې کوښښونه کړي دي.
هغه د بېړنيو حالاتو کمېټې ته لارښوونه وکړه چې امکانات دې واضح او وارزوي او همدارنګه دې د هېواد هوايي ځواک او ناټو سره همغږي وکړي چې خلکو ته ژر تر ژره اړينې مرستې ولېږدول شي، د حالاتو وړاندوينې ته په پام بايد د طبيعي پېښو د احتمالي خطرونو د مخنيوي لپاره لازم تياری ونيول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










