منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د وروستيو ورښتونو له امله ٧٣ تنه مړه او ٥٦ نور ژوبل دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۵ کتنې

کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩٥): د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو له امله، ٧٣ کسان مړه او ٥٦ نور ژوبل دي.

دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په نورستان، پکتيکا، هرات، لوګر او پروان ولايتونو کې اوښتې ده، چې زياته يې په نورستان کې شوې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، د برګمټال ولسوالۍ د حفصې کلى نن سهار تر واورو لاندې شوى، چې اويا کورونه يې لاندې کړې او د ژغورنې په عملياتو کې ٤٦ مړي او ١٢ ټپيان راوېستل شوي دي.

د پکتيکا له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر عبدالهادي هادي، پژواک ته وويل چې په وړممۍ ولسوالۍ کې ٤ تنه مړه شوي، ١٢ ژوبل دي، په تروې ولسوالۍ کې ٩ تنه ژوبل شوي او شل کورونه نړېدلي دي، په وازېخوا او خوشامند ولسواليو کې هم ١١ تنه ژوبل شوي او د استوګنې ١٨ کورونه نړېدلي دي.

د دې ولايت والي الياس وحدت بيا وايي، د وروستيو ورښتونو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

په هرات کې د يوې کوټې د چټ پرېوتو له امله پنځه تنه مړه شوي دي. د دې ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، په ادرسکن ولسوالۍ کې تېره شپه د واورې ورېدو له امله د يوې کوټې چت پرېوتى او په کې ياد شوي کسان مړه شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله په اوبې او ګذره ولسواليو کې د استوګنې ٢٠ کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې هم د واورې ورېدو له امله درې تنه مړه شوي دي. د دې ولايت د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې تېره شپه په بره کي برک ولسوالۍ کې د واورې ورېدو له امله د يوې کوټې چت پرېوتى او په کې درې تنه مړه او دوه نور ژوبل دي.

د پروان ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د واورې ښوېيدنې له امله ١٤ تنه مړه شوي  او لس نور ټپيان دي.

د پروان والي محمدعاصم عاصم پژواک خبري اژانس ته وويل چې وارورې ښوېيدنې تېره شپه شاوخوا درې بجې د يادې ولسوالۍ په پل سنګي سيمه کې درې کورونه لاندې کړي او ترې ١٤ مړي راويستل شوي دي.

د پروان د ولايتي شورا غړى او د سرخ پارسا اوسېدونکى قاري عبدالرحمن احمدي هم يادې څرګندونې تاييدوي خو وايي چې په دې پېښه کې لس تنه ټپيان شوي دي.

په ننګرهار کې بيا په سلګونه کورونه تخريب او سلګونه څاروي مړه شوي دي.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي، د واورې او باران ورښت له امله په دې ولايت کې ۳۹۴ کورونه تخريب او ۳۲۵ بېلا بېل ډول څاروي مړه شوي دي.

تردې وړاندې نن، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت وياند ويلي و، چې په ٢٥ ولايتونو کې د سختې واورې ورېدنې او واورو ښويېدنو له امله شاوخوا ٤٠ کسان مړه شوي او نږدې ١٦ نور ژوبل شوي دي.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند عمر محمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستۍ واورې ورېدنې په سبب د استوګنې ١٨ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي، ٤٠ يو څه زيانمن شوي ، شاوخوا ٦٠٠ څاروي مړه شوي او څه باندې لس زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې