منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

ورښتونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۰ کتنې

جلال اباد، اسعد اباد(پژواک، ١٧ سلواغه ٩٥): د واورو او باران د ورښت له امله په ننګرهار او نورستان کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د واورې او باران ورښت له امله په دې ولايت کې ۳۹۴ کورونه تخريب او ۳۲۵ بېلا بېل ډول څاروي مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې د ورښت له امله د ننګرهار  په شېرزادو کې ۱۳۵ کورونه ويجاړ او۲۵۰ څاروي مړه شوي دي.

د نوموړي په وينا، د واورې ورښت له امله په خوږياڼو ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۵ کورنيو خپل کورونه پرېښي او خوندي ځايونو تللي او په دغه ولسوالۍ کې ۲۵ څاروي مړه شوي دي.

د والي وياند وايي، دغه راز د دې ولايت په چپرهار، غنې خېلو، لعلپوره، سپين غر، کوټ، مومندرې، بټي کوټ ، ګوشته او دروبابا ولسواليو کې هم د وروستيو بارانونو له امله  ۲۵۹ کورونه ويجاړ او ۵۰ څاروي مړه شوي دي.

په ورته وخت کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولايت طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې او مرستندويه ادارو ته لارښوونه کړې چې د زيانمن شوو کورنيو سروې تر سره او پر وخت ورته مرستې  ورسوي.

د ننګرهار د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې رييس عبدالبصير سباوون وويل چې د ننګرهار والي په لارښوونه يې په ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو له امله د زيانمن شوو کورنيو سروې پيل کړې او ډېر ژر به ورته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې  ورسوي.

بلخوا د زياتو واورو له امله د نورستان ولايت ټولې لارې بندې شوې دي او يو شمېر کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي، د تېروڅو ورځو مسلسلو واورو له امله د نورستان ولايت لويې لارې بندې شوې دي .

نوموړي زياته کړه، د نورستان ولايت په ځينو سيمو کې له دوه (۲) متره زياته واوره شوې چې خلک يې له ډيرو ستونزو سره مخ کړي.

د هغه په وينا، د نورستان ولايت د برګمټال ولسوالۍ او ځېنو نورو سيمو کې  هم د زياتو واورو د ورښت له امله د تګ راتګ پلې لارې   بندې شوي او د يوه کلي له بل سره د تګ راتګ اړيکې هم پرې شوي .

نوموړي زياته کړه په مرکز پارون کې پر يوه مارکېټ  واوره  را ښويېدلې  چې خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي ،همدارنګه کانيوا ، برګمټال ،منډول ، واما او ځينو نورو سيمو کې هم خلکو ته مالي زيا نونه اوښتني دي.

د والي په وينا، په يادو  سيمو کې ټيلېفوني اړيکې هم  نشته چې له دقيق زيان څخه يې خبر شو    .

د يادونې ده  چې په دې وروستيو کې د واورو او بارانونو د ورښتونو له امله په ټول هېواد کې تر ٤٠ زيات هېوادوال مړه او يو شمېر ټپيان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې