چاريکار(پژواک، ١٧ سلواغه): د پروان ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د واورې ښوېيدنې له امله ١٤ تنه مړه شوي او لس نور ټپيان دي.
د پروان والي محمدعاصم عاصم پژواک خبري اژانس ته وويل چې وارورې ښوېيدنې تېره شپه شاوخوا درې بجې د يادې ولسوالۍ په پل سنګي سيمه کې درې کورونه لاندې کړي دي.
د ده په وينا، له يادو درېيو کورونو څخه د ١٤ تنو مړي را ايستل شوي دي.
هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پروان د ولايتي شورا غړى او د سرخ پارسا اوسېدونکى قاري عبدالرحمن احمدي هم يادې څرګندونې تاييدوي خو وايي چې په دې پېښه کې لس تنه ټپيان شوي او ټپيان د سرخ پارسا کلينيک ته لېږدول شوي دي..
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










