کابل(پژواک، ١٨ سلواغه ٩٥): د سالنګ لويه لاره له ٧٢ ساعتونو بندښت وروسته يوازې د ورځې لخوا د مسافر وړونکو موټرو لپاره پرانېستل شوه.
دا لويه لاره چې په پروان او بغلان ولايتونو کې د سالنګ له غرونو تېرېږي او د هېواد پلازمېنه د هېواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د تېرې پنجشنبې په ورځ د سختو توپانونو او واورې په سبب تړل شوې وه.
د سالګونو د ساتنې او مراقبت مشر ډګرجنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لاره نن سهار شاوخوا اته بجې د مسافر وړونکو پر مخ پرانېستل شوه.
خو نوموړي وويل چې نن ماښام له شاوخوا شپږو بجو وروسته مسافر وړونکو موټرو ته له سالنګونو د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي، ځکه چې د شپې لخوا د لارې يخ کېدو سره د لويې لارې مسافر له ستونزو سره مخ کېږي.
د محمد رجب د معلوماتو له مخې، په وروستيو درېيو شپو ورځو کې په سالنګونو کې ٦٣ د واورې ښويېدنې پېښې رامنځته شوې، خو د مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره لاره خلاصه شوې ده.
هغه وویل چې له واورو نه د سړک پاکولو کار روان دى، څو د بار وړونکو موټر د تګ راتګ لپاره هم مساعد شي.
په ژمي کې له دې لارې سفر کول له خطرونو خالي نه دي.
د ١٣٨٨ لمريز کال په سلواغه مياشت کې په سوېلي سالنګ کې سختې واورې ښويېدنې او توپان له امله شاوخوا ١٧٠ کسان مړه او ١٢٥ نور ژوبل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










