منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بدخشان کې د واورې ښويېدو له امله ٢٠ کسان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

فيض اباد(پژواک، ١٨سلواغه ٩٥): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي چې د واورو ورېدو او لارو بندېدو له امله ددې ولايت په څلورو ولسواليو کې ٢٠ کسان مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

 د بدخشان ولايت مرستيال او سرپرست ګل محمد بيدار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو ورځو کې ددې ولايت په مايمي، شکي، ياوان او راغستان ولايتونو کې سخته واوره ورېدلې ده.

هغه زياته کړه چې په مايمي ولسوالۍ کې ٢٥ کورونه تر واورو لاندې شوي چې ټول شته او امکانات يې له منځه تللي دي، اوسمهال له دې ډلې ٢٥ کورونه چې د ښځو، نارينه وو او ماشومانو په ګډون ١٧٥ کسان په کې دي، ګاونډيو کليو ته يې پناه وړې، خو په دې پېښه کې لس کسان مړه شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

 نوموړي همدارنګه زياته کړه چې اوسمهال له مرکز سره د ١٤ ولايتونو نښلوونکې لارې په بشپړ ډول بندې شوې او د ترلاسه کړو راپورونو له مخې په ياوان ولسوالۍ کې ٨ بېړني ناروغان چې بايد د ولسوالۍ کلينيک او يا ولايتي روغتون ته لېږدلو شوي واى، د لارو د بندښت په سبب مړه شوي چې ماشومان او ښځې هم په کې دي.

نوموړي زياته کړه چې د راغستان او شکي ولسواليو کې هم د واورې ورېدو او واورې ښويېدنې په سبب دوه کسان وژل شوي او يو شمېر ژوبل شوي دي.

د بدخشان ولايت مرستيال او سرپرست زياته کړه چې په ټوله کې په دې درېيو ولسواليو کې د استوګنې پنځوس کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.

 هغه وويل:((د لارو بندښت د مرستو رسول له ستونزو سره مخ کړي دي، د هوا د ښه کېدو په تمه يو، څو د ملي دفاع وزارت د چورلکو په مرسته هلته د مرستو رسولو پروسه پيل کړو.))

نوموړي زياته کړه ، ٢٠ موټر چې مسافر وړونکي او بار وړونکي ګاډي په کې دي، له دوو ورځو راهيسې د راغستان او ياوان ولسواليو تر منځ لارو کې په واورو کې بند پاتې دي او د بېړنيو حالاتو ولايتي کمېټې تصميم نيولى چې د راغستان نه يوه يونيم سل کسيزه او له فيض اباد نه يوه اتيا کسيزه ډله د يادو مسافرو د ژغورنې په موخه سيمې ته واستوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې