منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې د مړه شوو شمېر ۷۳ ته لوړ شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): د نورستان والي وايي چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د واورې ښویېدنې او سړو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ٨٣ ته لوړ شوی او دغه راز ۲۷ ټپيان هم را ايستل شوي دي.

والي حافظ عبدالقيوم د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د مرستو لومړۍ ډله برګمټال ولسوالۍ ته رسېدلې ده.

هغه وايي، د سلواغې په ۱۷مه شپه د برګمټال ولسوالۍ افسې کلی چې نږدې ۷۰ کورونه په کې وو، تر واورې لاندې شوي چې لا يې هم د څلور سوه په شاوخوا کې خلک تر واورو لاندې دي.

د نوموړي په وينا، تر پرون سهار يې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د الوتکو په مرسته لومړنۍ مرستې او يو روغتيايي ټېم سيمې ته لېږلي او هلته د ژغورنې عمليات دوام لري.

د نورستان والي وويل، تر پرون مازديګر پورې يوازې په برګمټال ولسوالۍ کې له واورو د را ايستل شوو جسدونو شمېر ۶۳ او د ټيپانو شمېر ۲۷ تنو ته رسېدلی دی.

د حافظ عبدالقيوم په وينا، دغه راز د دغه ولايت په منډول ولسوالۍ کې هم په دوو پېښو کې ١٠ کسان مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی هم له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د مړو او ټپيانو یاده شمېره وښوده؛ خو ټينګار يې درلود چې هلته باید د بېړنيو مرستو سربېره نورې مرستې واستول شي.

د پاينده زوی د معلوماتو له مخې، په سيمه کې بشري ناورين ته ورته پېښه رامنځته شوې او په لږو مرستو د ځايي خلکو درد نه دوا کېږي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي هم وايي چې پرون یې برګمټال ولسوالۍ ته د لومړنيو مرستو او درملو بار يوه الوتکه استولې ده.

د يادې قول اردو په خبرپاڼه کې چې پژواک اژانس ته يې را استولې، ويلي چې په الوتکه کې د اردو د پرسونل اړوند يوه روغتيايي او ژغورونکې ډله هم ساتول شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې