هرات ښار (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٥): په تېرو لسو مياشتو کې هرات کې د ترافيکي پېښو له امله سل کسان مړه او څه باندې پنځه زره نور ټپيان شوي دي.
دغه مطلب د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړ.
شېرزي وويل چې د ترافيکي پېښو ډېرى قربانيان ځوانان او تنکي ځوانان دي چې د زيات سرعت له امله د ښار په بېلابېلو برخو او د هرات په لويو لارو کې ژوند له لاسه ورکړى يا ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: "ډېرى ترافيکي پېښې په روان کال کې د هرات ښار په لويو لاروکې په ډله ييز ډول رامنځته شوي دي."
د سرچينې د معلوماتوله مخې، هره ورځ د ترافيکو پېښو، له ١٥ تر٢٠ ټپيان د هرات حوزوي روغتون کې ثبت او راجسترکېږي.
شېرزي د دې پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينوله پامه غورځول او د واټونو کم سوروالى په ګوته کړ.
د نوموړي په وينا، که اړوند مسوولين ځانګړي تدابير تر لاس لاندې ونه نيسي، نه يوازې چې دا پېښې به لږ نه شي، بلکې د وخت په تېرېدو به لا زياتې شي.
په ورته وخت کې په ترافيکي پېښو کې د قربانيانو کورنۍ، د ترانسپورتي شرکتونو تر منځ ناسم رقابت، زيات سرعت، ترافيکي قوانينو او قواعدو ته نه پاملرنه او د لويو لارو پوليسو بې باکي، هرات کې د ترافيکو پېښو د زياتېدو ستر عوامل په ګوته کوي.
د هرات ښار يوه اوسېدونکي غلام علي چې زوم يې د هرات – شينډنډ پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله مړ شوى، پژواک ته وويل چې په واټونو او لويو لارو کې د موټرو زيات سرعت د ترافيکي پېښو رامنځته کېدو لامل کېږي او حکومت دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د هرات ښار بل اوسېدونکي سرور اميري له حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو لويو په لارو کې د موټرو له زيات سرعت او د پوليسو له نه پاملرنې څخه مخنيوى وکړي.
خو د ترانسپورتي شرکت يو مسوول حاجي فضل احمد، د ترافيکي پېښو رامنځته کېدو اصلي لامل د سړکونو خرابوالى په ګوته کړ.
نوموړي په دې برخه کې حکومت پر نه پاملرنې تورن کړ او زياته يې کړه: "که زموږ موټر په لارو کې پېښې کوي، زموږ نماينده گۍ تړي؛ دا په داسې حال کې چې سړکونه خراب دي او زموږ موټر چلوونکي تښتول کېږي، زموږ د مسافرو امنيت خوندي نه دى، په دې وخت کې د حکومت دنده ده چې دې ستونزې ته لاسرسى وکړي؛ خو ځان پټه خوله ساتي."
روغتيايي مسوولين په داسې حال کې د ترافيکي پېښو د مرګ ژوبلې له زياتوالي اندېښنه ښيي چې د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکي په لويو لارو کې د پوليسو کمزوری مديريت د دې ډول پېښو د زياتوالي اصلي لامل ګڼي.
د هرات پوليس په واټونو په ځانګړې توګه لويو لارو کې د موټرو زيات سرعت مني؛ خو وايي چې د پوليسو کمښت د دې سبب شوى چې په لويو لاروکې د ګړندي تګ مخنيوى وشي.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک ته وويل: "پوليس د ټولو لويو لارو په اوږدو کې شتون نه لري، که پوليس په دې لارو کې له تېز چلوونکوسره مخ شي له هغوى سره توندچلند کوي او د لويو لارو په اوږدوکې ډېرې ترافيکي پېښې په هغو سيموکې رامنځته کېږي چې هلته پوليس شتون نه لري.
له بل پلوه د هرات د ترافيکو مدير همايون دستګير پژواک ته وويل چې تر ډېره ترافيکي پېښې د فراه او زابل ولايتونو اړوند سيمو کې رامنځته کېږي چې مړي او ټپيان يې د هرات حوزوي روغتون ته راوړل کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د مسافرو ړونکوموټروکنټرول د هرات په ټولو دروازو کې پيل شوى او کوم موټر چلوونکى چې له قانون څخه سرغړونه وکړي مجازات به شي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د هرات- شينډنډ لويې لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه او ١٢نور ټپيان شول.
په داسې حال کې د لويو لارو په اوږدو کې د ترافيکو پېښو مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې مخ پر زياتېدو دي چې يوه مياشت وړاندې د ترانسپورټ وزارت مرستيال هرات ته په سفر کې ژمنه وکړه چې له يو ولايت څخه بل ولايت ته د موټر چلوونکو لپاره ځانګړى وخت ټاکي او له دغه ټاکلي وخت څخه د سرغړونې په صورت کې به له موټر چلوونکي سره قانوني چلند وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










