کابل(پژواک،٢٠سلواغه ٩٥): د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سيمې يوه ګازپلورنځي کې د اورلګېدنې له امله يو١٢ کلن ماشوم مړ شو.
دکابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې يوې سرچينې ددې پېښې د تاييدترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ١٢ بجې د کابل ښار پول سوخته سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي ددې پېښې رامنځ کېدل ګازپلورنځي کې بې احتياطي په ګوته کړه او ويې ويل چې دې اورلګېدنه کې يو دوولس کلن ماشوم چې د دوکان څښتن زوى و، مړ شوى دى.
سرچينې زياته کړه چې د اطفايې پرسونل له ځنډ پرته د پېښې ځاى ته رسيدلى او اور يې مړ کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم دکابل ښارصدرات څلورلارکې د ليلامي مارکيټ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې وه، چې زيانونه يې اړولي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










