ژبه

د پکتيا امنيه قوماندان ومړ

ګردېز (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٥): د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد ايوب وردګ د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر ځدراڼ نن غرمه مهال په خپل کور کې د زړه حمله ورغلې وه.

هغه زياته کړه چې نوموړى په کابل کې و او د زړه تر حملې وروسته سمدستي روغتون ته وړل شوی و، خو په هلته يې ساه ورکړې ده.

ځدراڼ شاوخوا يو کال وړاندې د پکـتيا د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی و. 

login or register a new account.