منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یوه راستنه شوې کډواله کورنۍ سره له ستونزو هم هېواد ته په راتلو خوښه ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

جلال اباد (پژواک،٢٢ سلواغه ٩٥): په پاکستان کې د څلورو لسيزو کډوالۍ له ژوند څخه وروسته هېواد ته یوه راستنه شوې کورنۍ وايي چې په خپل هېواد کې له ستونزو سره ژوند د کډوالۍ تر ژوند غوره دی.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار ختيځ ته په يوه لويه چاردېوالۍ کې لس خېمې تر سترګو کېږي، هره خېمه کې شته خلک يې د ډېرو کيسو لرونکې دي.

د دغه لوی انګړ په لويه دروازه ننوتونکی شخص يوې لويې ماڼۍ ته د داخلېدو فکر کوي؛ خو هلته يې په هغو خېمو ته ورته څپريو سترګې لږېږي، چې له کډوالۍ تازه راستانه شوي خلک په کې له اړې ورځې شپې سبا کوي.

يادې لس کورنۍ څلوېښت کاله وړاندې هغه مهال له هېواده پاکستان ته کډوالې شوې وې چې د وخت شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ.

د دې کورنۍ چې هغه مهال يې ټول غړي شپږ کسان وو، اوس يې شمېر لسګونو کسانو ته  رسېدلی دی.

د دغو کسانو له ډلې يو يې هم شهسوار خان دی  چې اصلاُ د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ دي؛ خو تر هجرت وړاندې يې په کندوز ولايت کې ژوند کاوه.

پنځه شپېته کلن شهسوار خان په تانده ځوانۍ کې هغه مهال چې تازه يې واده کړی و، له خپلو څلورو جره ورونو سره پاکستان ته کډوال شوی و، لومړی د خيبر پښتونخوا د مردان سيمې په يوه کرايه کور کې اوسېده؛ خو وروسته يې کمپ ته ولاړل او هلته يې د خټو کورونه جوړ کړل.

خو شهسوار خان تر څلوېښت کلنۍ مسافري وروسته په داسې حال کې بېرته هېواد ته راستون شوى چې درېيو زامنو يې ودونه کړي، د کورنۍ ټول شمېر يې ۲۳ تنو ته پورته شوی او څلورو وروڼو يې هم ودونه کړي او د نګندو او لمسيانو خاوندان دي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: ((هلته مو که کار روزګار دياړي وه؛ خو ژوند مو ځکه ښه و چې هلته ارزاني وه او هره ورځ مو کار و، دلته خو چې دا درې مياشتې راغلي يو، کله مې زامنو ته کار پيدا شي او کله نه.))

شهسوار خان وايي، هلته يې ټولو لمسيانو او يو کشري زوی تعليم کاوه؛ خو اوس زده کړه له ټولو پاتې ده او يوازې يوې مدرسې ته د ديني زده کړو لپاره ځي.

هغه زياتوي: ((هلته هم مدرسې وې او هم مکتبونه؛ لورڼي، زامن او لمسيان مې ټول په مکتبونو او مدرسو کې وو.))

نوموړي د هجرت په لومړنيو کلونو کې هغه مهال چې په پاکستان کې ډېری مهاجر د مرستو په خاطر له ګوندونو او تنظيمونو سره وو، د جمعيت اسلامي له يو قوماندان خاکسار سره چې د کندوز ولايت و، اړيکې درلودې او په همدغه ګوند کې و.

هغه وايي چې تر هجرت او کډوالۍ وړاندې په کندوز ولايت کې اوسېده او هلته يې دهقاني کوله؛ خو ژوند يې ښه روان و، دی وايي پلرونه يې له وټه پور څخه کندوز ته تللي وو.

شهسوار زياتوي: ((ښه ژوند مو جوړ و، د خانانو پټي و، په هماغه کې مې دهقاني کوله، په کندوز کې په ژوند کې خوند و، عزت و او هر څه هر څه و.))

شهسوار خان اوس هېواد ته په راستنېدو له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی، د کور نشتوالی، د برېښنا نشتوالی، د کار نشتوالی او په ټوله کې د يو ښه ژوند نشتوالی چې دغه ټول ورته هېواد ته د راتګ له امله ښکاري.

خو نوموړى وايي: ((که په پاکستان کې برېښنا  وه، کار و؛ خو په دې وروستيو کې ستونزې ډېرې شوې وې پوليسو په عذابولو، خو د هغه ځاى خلک يې ډېر ښه و؛ خو حکومت يې ناروا را اخيستې وه، بس اوس راته دا کنډوالې له هغه ځايه ښې ښکاري.))

نوموړي خوښي وښوده چې له هېواده د تګ پر مهال هېواد په بد وضعيت کې و؛ خو اوس دلته ډېر پرمختګونه راغلي او په هر څه کې نسبي بدلونونه رامنځته شوي دي.

شهسوار زياتوي، که اولادونو ته يې د زده کړې او کار زمينه برابره شي؛ نو وجدان يې مرستو ته په تمه کېدو اجازه نه ورکوي او خپله د ژوند چارې سمبالوي؛ خو دا چې کارونه يې نشته؛ نو د حکومت د مرستو په تمه په ياده کنډواله کې شپې ورځې سبا کوي.

د يادونې ده، له تېر يو کال راهيسې نږدې يو ميليون افغان  کډوال له پاکستان څخه ستانه شوي چې ډېرى يې په ننګرهار ولايت کې مېشت او د شهسوار له برخليک سره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال