کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): د کندهار په چاودنه کې ټپي شوي د متحده عربي اماراتو سفير د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د روان لمريز کال د مرغومي ۲۱مه د کندهار ولايت مقام په مېلمستون کې د يوې چاودنې له امله ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو چارواکو ته مرګ ژوبله واوښته.
په دې پېښه د کندهار مرستيال والي، د بهرنيو چارو رييس، د ملي شورا دوه غړي، ملي سوداګر او د اماراتو پنځه ډيپلوماتان ووژل شول. د اماراتو سفير جمعه الکعبي او د کندهار والي له يو شمېر نورو کسانو ټپيان شوي وو.
د متحده عربي اماراتو دولتي اژانس د کورنيو چارو وزارت په حواله د سلواغې په ٢٧مه خبر ورکړى چې په افغانستان کې سفير یې جمعه الکعبي نن په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د کندهار والي عزيزي چې په دې چاودنه کې سخت ټپي شوى، اوس مهال په هندوستان کې تر درملنې لاندې دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










